'ایراني هکرانو د ځینو هېوادونو پر زېربنايي بنسټونو بریدونه کړي'

د انځور حقوق Cylance
Image caption د څېړونکو په وینا، له تېرو څلورو کلونو راهیسې چې ویل کېدل، د ایران پر اتومي پروګرام انټرنېټي بریدونه شوي.

د انټرنېټي خدمتونو یوه امریکايي شرکت ویلي، په تېرو دوو کلونو کې ایراني هکرانو د ځینو هېوادونو د انرژۍ، لږد رالېږد او زېربنايي لویو بنسټونو پر وېبپاڼو بریدونه کړي دي.

د "ساینلس" په نامه شرکت، چې مرکز یې د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې دي، د تېرې سې شنبې په ورځ د خپلې پلټنې د راپور پایله په یوه مفصل راپور کې خپره کړې ده چې وايي، دا څېړنه یې د ایراني هکرانو په اړه تر دوه کلن پراخ او دقیق کار وروسته خپره کړې ده.

ددغه ۷۸ مخیزه راپور پربنسټ، "ساینلس" شرکت ویلي، د بېلابېلو هېوادونو پر تاسیساتو د ایراني هکرانو د نفوذ مخینه دوی ته دا وړتیا ورکړې ده، چې په پای کې ډېر زیان واړوي.

د "ساینلس" د څېړونکو په وینا، ایراني هکرانو د الوتکو جوړولو، د هوايي ډګرونو او هوايي چلند، پوهنتونونو، د انرژۍ شرکتونو، روغتونونو او مخابراتي شرکتونو پر سیستمونو د امریکا، اسرائیلو، چین، سعودي عربستان، هند، جرمني، فرانسې او بریتانیا په ګډون د نړۍ په ۱۶ هېوادونو کې بریدونه کړي دي.

په دې څېړنه کې هغو شرکتونو نومونه نه دي اخیستل شوي، چې برید ورباندې شوی، خو یوه کس رویټرز ته ددغې څېړنې په اړه ویلي، چې د ایراني هکرانو یو هدف دا هم دی، چې د امریکا کالپین د تېلو شرکت، د سعودي عربستان د تېلو دولتي شرکتونه (آرامکو) او د مکسیکو (پمپس) او د قېر او جنوبي کوریا د هوايي چلند د شرکتونو سیستمونه ګډوډ کړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د "ساینلس" په وینا، ایراني هکرانو د ځینو بانکونو معلوماتو ته هم لاسرسی پیدا کړی، چې ځینې پاسورډونه (تېرنويي)، چارټونه، انځورونه او معلومات یې ګډوډ کړي دي.

دا راپور داسې مهال خپور شوی، چې په ځینو هېوادونو کې د ایران د انټرنېټي بریدونو وړتیا لوړه ښودل شوې ده.

د څېړونکو په وینا، له تېرو څلورو کلونو راهیسې چې ویل کېدل، د ایران پر اتومي پروګرام انټرنېټي بریدونه شوي.

په ۲۰۱۰ کال کې ویل شوي وو، چې امریکا او اسرائیلو د "سټاکس نېټ" په نامه یو کمپیوټري ویروس د ایران د اتومي بنسټونو لپاره جوړ کړی، چې ددغه هېواد اتومي فعالیتونه یې ګډوډ کړي دي.

د "ساینلس" شرکت څېړونکي وايي، داسې شواهد لري، چې په ۲۰۱۳ کال کې ایران مېشتو انټرنېټي هکرانو د نړۍ پر څه باندې ۵۰ شرکتونو بریدونه کړي.

د "ساینلس" په وینا، ایراني هکرانو د ځینو بانکونو معلوماتو ته هم لاسرسی پیدا کړی، چې ځینې پاسورډونه (تېرنويي)، چارټونه، انځورونه او معلومات یې ګډوډ کړي دي.

دوی دا هم وايي، سلګونه داسې لاسوندونه لري، چې ظاهراً په ۲۰۱۳ کال کې ایراني هکرانو د امریکا د سمندري ځواکونو پر هغې شبکې بریدونه کړي، چې بانکي معلومات پکې زېرمه شوي وو.

د انځور حقوق Cylance
Image caption "ساینلس" شرکت د "اسلامي انقلاب د ګارد" په څېر لوګو جوړ کړی دی.

په ۲۰۱۲ کال کې داسې راپور ورکړل شوی و، چې د سعودي عربستان د تېلو د "آرامکو" شرکت نژدې ۳۰ زرو کمپیوټرونو ته د "شمعون" په نامه ویروس ننوتی و.

د ځینو امریکايي چارواکو په وینا، پر سعودي عربستان دغه انټرنېټي برید د ایران له خوا ترسره شوی و.