ابو ظبۍ د وژل شوې امریکایۍ مشکوکه قاتله نیولې

د انځور حقوق
Image caption د دغې امریکایي ښوونکې وژل کېدو په اماراتو کې وېره خپره کړې ده

د عربي متحدو اماراتو چارواکو د ابو ظبۍ په یوه سوداګریز مرکز کې په چړې د یوې امریکایۍ ښوونکې د وژل کېدو په چاره کې یوه مشکوکه ښځه نیولې ده، خو شک دا دی چې دا به یو ترهګریز برید و.

پولیسو ویلي، نیول شوې مشکوکې ښځې تر پېښې وروسته د یوه امریکايي ډاکټر په کور کې د یوه لاسي بم د اېښودو هڅه هم کړې ده.

خو دغه بم شنډ شوی او د چاودلو مخه یې نیول شوې ده.

د دغې امریکایي ښوونکې وژل کېدو په اماراتو کې وېره خپره کړې ده.

د څارونکو کامرو انځورونو ښودلې ده، چې شکمنه ښځه سوداګریز مرکز ته ننوځي او کله چې راوځي نو نقاب یې اغوستی دی.

د ابوظبۍ پولیسو ویلي، ښکاري چې د شکمنې قاتلې او مقتولې امریکایۍ ښوونکې ترمنځ لفظي شخړه هم شوې ده، او بیا پرې شکمنې قاتلې چړه رایستلې او د الریم ټاپو د دغه سوداګریز مرکز په ښځینه حمامونو کې یې هغه په چړې وهلې او وژلې ده.

ویل کېږي چې وژل شوې امریکایۍ ښوونکې ۳۷ کلنه ده، چې دوه غبرګوني زامن ترې پاتې شوي دي.

پولیسو او چارواکو د یتیمانو د پلار تر رسېدو پورې له ځانه سره ساتلي دي.

د یتیمانو پلار د مقتولې مخکنی میړه دی، چې په بهر کې اوسېږي.

ورته مطالب