په امریکايي پوځ کې د جنسي تېري پېښې ډېرې شوي

د انځور حقوق Getty
Image caption د هغو ۱۹ زرو کسانو په منځکې، چې له کرکې د ډکو جنسي تیلیفوني اړیکو له تجربو سره مخامخ شوي، نژدې ۱۰۵۰۰ یې نارینه او ۸۵۰۰ نورې یې ښځې دي

د امریکا په پوځ کې د جنسي تېري پېښې د تېر کال په پرتله اته سلنه ډېرې شوي، چې اوس یې شمېر ۵۹۸۴ ته رسېدلی دی.

د پوځ ځینو غړو ویلي، داسې له کرکې ډک تیلیفوني پیغامونه یې ترلاسه کړي، چې د جنسي غریزې د پوره کېدو غوښتنې پکې شوې دي.

دوی ویلي، یوازې په ۲۰۱۲ کال کې د امریکا پوځ کې تر ۲۶ زرو ډېرو غړو ته د جنسي تېري او جنسي غریزو د پوره کېدو د غوښتنې تیلیفونونه شوي، چې دا شمېر په ختمېدونکي ۲۰۱۴ کال کې ۱۹ زره و.

د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل ویلي، د تېرو درو کلونو د جنسي تېریو بریدونو ته په کتو سره، ښکاري چې "دا شمېره ریښتینې ده’’ خو ‘’لاهم په مخ کې اوږده لار لرو".

دا شمېرې د امریکا د دفاع وزارت (پنتاګون) د څېړنو پربنسټ راغونډې شوې دي.

د هغو ۱۹ زرو کسانو په منځکې، چې له کرکې د ډکو جنسي تیلیفوني اړیکو له تجربو سره مخامخ شوي، نژدې ۱۰۵۰۰ یې نارینه او ۸۵۰۰ نورې یې ښځې دي.

په پنتاګون کې چارواکو ویلي، دا مهال ددغو پېښو لوړېدل په پوځ کې د ځینو کسانو د تبلیغاتو له کبله دي، چې لاهم غواړي دا شمېره تر دې هم لوړه شي.

خو دوی دا اندېښنه ښودلې، چې د جنسي تېري ۶۲ سلنه قرباني شوې ښځې دي، چې وايي له جنسي تېریو وروسته ورسره ناوړه چلند شوی.

هیګل وايي، د انتقام اخیستلو قضیه باید جدي ونیول شي، چې په وینا یې "کله چې پر یوه کس جنسي تېری کېږي، باید پالنه او مرسته یې وشي، نه دا چې منفور شي او سزا ورکړل شي."

د امریکا مشرانو جرګه کې د دیموکرات ګوند غړې او د جنسي تېریو پروړاندې د مبارزې د کمپاین فعالې کریسټین ګیلیبرانډوايي، د انتقام نه اخیستو د کچې د ټیټوالی حقیقت باید د ټولو د خبرداري لپاره یوه چیغه وګرځي.

ګیلیبرانډ د پوځي قضايي سیستم د اصلاح ملاتړ کړی، چې د جنسي تېري د حالاتو د محاکمې واک باید خپلواکو پوځي څېړونکو ته وسپارل شي.

ورته مطالب