د اوبر ټکسي شرکت په ۱،۲ میليارډ ډالرو ترلاسه کولو ۴۰ ميليارډ ډالره ارزول شوی

د انځور حقوق Reuters
Image caption يو کال مخکې د اوبر د ۲۱ هېوادونو په ۶۰ ښارونو کې فعاليت کاوه، اوس يې کاروبار په ۵۰ هېوادونو کې ۲۵۰ ښارونو ته غځېدلی دی

د ټکسۍ نيولو شرکت اوبر د پيسو غونډولو تازه پړاو بشپړ کړی، چې ورسره يې د چټکې ودې دغه کاروبار ارزونه ۴۰ ميلیارډ ډالرو ته رسولې ده.

د امريکا سان فرانسېسکو دغه شرکت په يو تړون کې له پانګوالو ۱،۲ ميليارډ ډالره نوره پانګه تر ګوتو کړې، چې د نوې ټکنولوژۍ پيل کې يې د تر ټولو هسک ارزښت حالت پخلی کړی دی.

په تېر جون کې پر پانګوالو د ونډو پلور د اوبر ارزښت ۱۷ ميليارډ ډالرو ته رسولی و.

د پنجشنبې پر ورځ د اوبر شريک بنسټ ايښودونکي ټراويس کالانېک په يوه بلاګ ليکنه کې ويلي وو دغه نوې پيسې به يې په اسيا کې د کاروبار له پراخوالي سره مرسته وکړي.

دغه شرکت چې يو کال مخکې یې د ۲۱ هېوادونو په ۶۰ ښارونو کې فعاليت کاوه، اوس يې کاروبار په ۵۰ هېوادونو کې ۲۵۰ ښارونو ته غځېدلی دی.

د بي بي سي ټکنولوژۍ خبريال روري سېلن جونز وايي د اوسنۍ ارزونې له مخې اوبر چې بنسټ يې همدا څو کاله وړاندې په ۲۰۰۹ کال ايښودل شوی، ارزښت يې د بریتانيا له ای ټي وي او مارکس او سپنسر شرکت پر تله درې برابره لوړېږي.

تېره مياشت دغه شرکت وروسته له هغه د بښنې غوښتولو ته اړ شو، چې د خبريالانو پر وړاندې د ناوړه تکتيکونو پلانولو او هم يې له اجازې پرته د خپلو کارونکو په څارلو تورن شوی و.

ښاغلي کالانېک په خپله بلاګ ليکنه کې ويلي "د تېرو څو اوونيو پېښو راښوولې چې موږ هم بايد د خپل داخلي چوکاټ په وده او بدلون کې پانګونه وکړو."

ده زياته کړې "د تېروتنو منل او ترې زده کړه لومړي ګامونه دي".

اوبر نه موټر لري او نه هم موټروانان پر دندو ګوماري، خو د خپل اپ له لارې خپل ګډونوال کاروونکي او د لېږد وسايل سره تړي، او د دغه شرکت په وينا د ټکسۍ چلولو صنعت ته تر ټولو اړينه سيالي ورسره راوړي.

خو د ځينو حکومتونو او د لندن تورو ټکسيو په ګډون د اروپا او امريکا لروبر بېلابېلو ښارونو کې اوبر د پاخه بنکسټ ټکسۍ شرکتو موټروانانو له مخالفت سره هم مخامخ شوی دی.

پر دې سربېره اوبر له زیاتېدونکې سيالۍ سره هم مخامخ دی.

د تېرې چارشنبې پر ورځ سوفټبنک په ډاګه کړې چې په ګراب ټکسي کاروبار کې به ۲۵۰ میليون ډالره پانګونه کوي، چې په جنوب ختيځه اسيا کې د ټکسۍ چلولو خدمت دی.