بریتانیا منځني ختیځ کې لومړنۍ پوځي اډه جوړوي

د انځور حقوق b
Image caption اوس له سره پر منځني ختیځ تر اوږد مهال پورې تمرکز کېږي

بریتانیا له بحرین سره په منځني ختیځکې د پوځي اډې د جوړولو یو تړون لاسلیک کړی.

دغه اډه به په ۱۹۷۱ کال کې له سیمې نه د بریتانیا تر وتلو وروسته د دغه هېواد لومړنۍ پوځي اډه وي.

د بریتانیا د دفاع وزیر مایکل فالون ویلي، دغه ګام به په سیمه کې د ټیکاو په راتلو کې مرسته وکړای شي.

نوموړي ویلي:"اوس له سره پر منځني ختیځ تر اوږد مهال پورې تمرکز کېږي."

په امنیتي چارو کې د بي بي سي خبریال وايي، دغه هوکړه داسې مهال شوې، چې په خلیج کې شاهي نظامونه د سخت دریځو ډلو له لوی خطر سره مخامخ دي.

د بریتانیا د دفاع وزیر ویلي، د دغه تړون پربنسټ به د بحرین په سلمان ټاپو کې پر موجوده بنسټونو هم غور وشي، ځکه چې هلته د بریتانیا څلور پوځي بېړۍ د تل لپاره مېشتې شوې دي.

دغه جوړېدونکې اډه به په خلیج کې د بریتانوي ویجاړوونکو بېړیو د ملاتړ لپاره لاس په کار شي.

له دغې اډې به د نویو پرمختللو عملیاتو چارې مخته وړل کېږي او د سمندري ځواکونو د عملیاتو لپاره به تجهیزات او زېرمې چمتو کوي.

ورته مطالب