تهران وايي عراق کې یې پر "داعش" بمبار نه دی کړی

د انځور حقوق
Image caption ګارډین پخپل راپور کې د رحیمپور له قوله ویلي، ایران د امریکا په مشرۍ له هغو بریدونو سره خپله بمباري نه وه همغږې کړې، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې یې د نړیوال ایتلاف پرضد په عراق کې د "داعش" پرضد کوي.

د ایران رسمي خبري اژانس ویلي، د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې هغه رپوټونه رد کړي، چې ګني د ایران جنګي الوتکو په عراق کې د "اسلامي دولت" پر اهدافو بمبارۍ کړې دي.

که څه هم ددغې ایرانۍ سرچینې نوم نه دی په ډاګه شوی، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت کې د اسیا او ارام سمندر د چارو لپاره د مرستیال وزیر ابراهیم رحیمپور هغو څرګندونو ته اشاره شوې، چې ویلي یې وو "ایران له عراق سره پوځي همکارۍ ته چمتو دی، په هره برخه کې چې عراق له ایرانه همکاري وغواړي، مرسته به ورسره وکړي."

د ایران له خوا دا څرګندونې وروسته تر هغه راغلې، چې د بریتانیا "ګارډین" ورځپاڼې ویلي و،، د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې ایرانیو پوځي الوتکو د عراقي حکومت په غوښتنې د "اسلامي دولت" پر هدفونو بریدونه کړي دي.

ګارډین پخپل راپور کې د رحیمپور له قوله ویلي، ایران د امریکا په مشرۍ له هغو بریدونو سره خپله بمباري نه وه همغږې کړې، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې یې د نړیوال ایتلاف پرضد په عراق کې د "داعش" پرضد کوي.

ورځپاڼې په لندن کې د یوه ایراني چارواکي له قوله ویلي، ددغو بریدونو هدف دا و چې "په عراق کې د خپلو ملګرو د ګټو دفاع وکړو، خو دا بریدونه له امریکا سره نه وو همغږي شوي، بلکې له یوازې عراقي حکومت یې پرې خبر کړی و."

سرچینې دا هم ویلي چې "په عمومي توګه، زموږ له لوري ټول هوايي بریدونه د عراقي حکومت په غوښتنې سره ترسره کېږي."

د رحیمپور څرګندونې د تېر نومبر په وروستیو کې د عراق په سرحدي دیالي ولایت کې د بمبارۍ تر خبرونو وروسته لومړی رسمي غبرګون دی.

د عراقي حکومت مشر حیدر العبادي د تېرې چارشنبې په ورځ ویلي وو، نه پوهېږي چې د ایران جنګي الوتکو د "داعش" پر کومو هدفونو بمبار کړی، خو د عراق د مالیې وزیر هوشیار زیباري د تېرې شنبې په ورځ په بحرین کې امنیتي کنفرانس ته وویلي دا بریدونه "سل په سلو کې نه شي منلی."

ورته مطالب