د عراق انبار کې "داعش" د البو نمر قبیلې ۱۶ کسان اعدام کړي

د انځور حقوق r
Image caption د "شیعه ګانو" په ملاتړ د عراق وسله والو ځواکونو او کردي ځواکونو "پیشمرګه" تېره اونۍ د دیالي ولایت له دوو ښارونو نه د "اسلامي دولت" جنګیالي په شا کړل.

د عراق په لوېدیځ الانبار ولایت کې د البو نمر قبیلې یوه مشر ویلي، چې د "اسلامي دولت" جنګیالیو ددغې قبیلې ۱۶ غړي اعدام کړي دي.

نعیم الکعود ویلي، د اعدام شویو مړي د شمالي هیت ښار په یوه څاه کې موندل شوي دي.

وژل شوي کسان د هیت روغتون ته وړل شوي، چې د عدلي طب تر څېړنو وروسته ښودل شوې ده، چې دغه کسان په سرونو او سینو ویشتل شوي دي.

د ویلو ده، چې "اسلامي دولت" د البو نمر قبیلې لسګونه غړي اعدام کړي.

دغه قبیله په بغداد کې له حکومت سره د "اسلامي دولت" پرضد یو شوې ده.

بل خوا د عراقي پوځ یوه جګړن غالب الجبوري ویلي، د بغداد شمال ختيځ دیالي ولایت المقدادیه ښار ته څېرمه په یوه کلي کې د تېرې شنبې په ورځ، د عراقي جنګي الوتکو د "اسلامي دولت" هدفونه په نښه کړي دي.

د "شیعه ګانو" په ملاتړ د عراق وسله والو ځواکونو او کردي ځواکونو "پیشمرګه" تېره اونۍ د دیالي ولایت له دوو ښارونو نه د "اسلامي دولت" جنګیالي په شا کړل.

او د عراقي پلازمېنې بغداد په سوېلي المحمودية ښار په یوه ولسي بازار کې چاودنې لږترلږه څلور کسان وژل شوي.

په الحسینیة ښار کې هم یوې چاودنې درې کسان وژلي دي.

د پلازمېنې بغداد په ختیځ فلسطين واټ یوه رسټورانټ ته څېرمه د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له کبله لږترلږه درې کسان وژل شوي.

ورته مطالب