تهران، ایراني الاصله امریکایی خبریال تورن کړی

جېسن رضاییان او مېرمن یې یګانه صالحي د انځور حقوق AP
Image caption د جېسن رضاییان مېرمنې، یګانه صالحي د یوې اماراتۍ "نېشنل" خپرونې لپاره کار کوي، چې تر نیول کېدا دوه میاشتې وروسته د وثیقې اېښودو په شرط خوشې شوه.

واشنګټن پوست ویلي، ددغې ورځپاڼې امریکایی الاصله خبریال جېسن رضایییان، چې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې په تهران کې بندي دي، د تېرې شنبې په ورځ په لس ساعته محاکمه کې په رسمي توګه تورن شوی دی.

دغه خبریال نژدې څلور میاشتې مخکې له خپلې مېرمنې یګانه صالحي او دوو نورو کسانو سره یوځای په تهران کې نیول شوی و.

واشنګټن پوست د یوې سرچینې په حواله ویلي، تر اوسه پر رضاییان د لګول شویو تورونو څرک نه دی لګول شوی.

ددغه راپور له مخې، د ایران د قضاء په لس ساعته محاکمه کې د محکمې جریان یوه ژباړن رضاییان ته ژباړه، ځکه چې نوموړی په فارسي نه پوهېږي.

د یوې سرچینې په حواله، چې د امنیت له کبله یې خپل نوم افشا نه کړ، واشنګټن پوست ته ویلي، ښاغلی رضاییان د محکمې په دې اوږده ناسته کې هغه دوسیه لاسلیک کړه، چې پر ده لګول شوي تورونه پکې ثبت شوي وو.

'د استخباراتو له خوا لګول شوي تورونه'

یوه ورځ مخکې د فارس یوه خبریال د ایران د قضائیه قوې د مرستیال محمد جواد لاریجاني له قوله لیکلي، چې د واشنګټن پوست د نیول شوي خبریال وضعیت د قاضي پر پرېکړې پورې اړه لري.

ښاغلي لاریجاني په دې اړه ویلي: "ځینو خبریالان د ایران د استخباراتي مامورینو له خوا په جرمونو تورنېږي. په پیل کې د جرایمو ضد قاضیان تورن کسان خبروي، او نیول یې هم ددغو تورونو پربنسټ ترسره کېږي، که چېرې یې جرمونه ثابت شي، نو په رسمي توګه د دوی جرم ورته اورل کېږي او په پای کې یې قاضي په حق کې پرېکړه کوي."

پر همدې مهال د ایران قضائيه چارواکو هیله مندي ښودلې چې د جېسن رضاییان دوسیه به "ډېر ژر محکمې ته وړاندې کړي."

د بشر د حقونو څارونکو دوه ورځې مخکې ویلي وو، چې د ښاغلي رضاییان بندي کېدل د دوو نورو میاشتو لپاره غځول شوي دي.

دغه بنسټ دا هم ویلي، جېسن رضاییان هغه وکیل ته لا تر اوسه لاسرسی نه دی موندلی، چې د هغه کورنۍ ورته ټاکلی و.

واشنګټن پوست د خپلې سرچینې په حواله لیکي، امکان لري چې د محاکمې په پیلېدو سره ښاغلی ر ضاییان له خپل وکیل سره اړیکه ونیولی شي.

د جېسن د مېرمنې د خوشي کېدو پروخت د ایران یوه دولتي چارواکي هیله ښودلې وه، چې ښاغلی رضاییان به هم ژر خوشی شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption جېسن رضاییان د امریکا کلیفورنیا کې اوسېده، چې له ۲۰۱۲ کال راهیسې له واشنګټن پوست ورځپاڼې سره کار کوي.

د جېسن رضاییان مېرمنې، یګانه صالحي د یوې اماراتۍ "نېشنل" خپرونې لپاره کار کوي، چې تر نیول کېدا دوه میاشتې وروسته د وثیقې اېښودو په شرط خوشې شوه.

د امریکا دولت او د جېسن رضاییان کورنۍ د هغه د سلمې ورځې بند په پوره کېدو له ایران نه د رضاییان د خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.

ایران د خپلو وګړو دویم تابعیت په رسميت نه پېژني، او وايي چې په دې سره له نیول شويو سره هم د ایراني وګړو په څېر چلند نه کوي.

د ایران د قضائیه قوې د بشري حقونو مرستیال محمد جواد لاریجاني مخکې ویلي وو، چې جېسن رضاییان د یوه خبریال په جامه کې "داسې کارونه کړي چې د ایران د امنیتي ځواکونو له لیدلوري په هېڅ ډول له خبریال سره نه ښايي".

ورته مطالب