یمن: سرې بحیرې کې ۷۰ کسان ډوب شوي دي

د انځور حقوق AFP Getty Images
Image caption د یمن چارواکي وايي له دې اوسنۍ پېښې پرته سږکال له ۲۰۰ ډېر کسان په سرې بحېرې کې ډوب شوي دي.

په یمن کې چارواکي وايي، د دغه هېواد له لوېدیځ ساحل سره نیژدې د کډوالو یوه کښتۍ اوښتې چې له امله یې ۷۰ کسان وژل شوي دي.

په دغې کښتۍ کې ډېری سپاره کسان د ایتوپیا اوسېدونکي وو.

آن له دغې تازه پېښې مخکې چارواکو ویلي وو، چې په دې سمندري لاره سږ کال تر ۲۰۰ ډېر کسان ډوب شوي دي.

په دې هکله د بي بي سي خبریال الن جانسن په خپل رپوټ کې وايي د یمن او افریقا ترمنځ د سرې بحیرې لاره یوه له هغو لارو ده چې ډېر شمېر کډوال پرې سفر کوي.

هر کال په لسګونه زره کسان د دې خطرناک سفر هڅې کوي.

ډېر ځله دوی په خپلو هېوادونو کې د بې وزلې له امله نورو هېوادونو ته مخه کوي.

دغه کډوال د سعودي عربستان په څیر ځایونو کې د ښه ژوند او دندو په هیله په دغې لارې د سفر تکل کوي.

خو کله کله دوی د یمن تر ساحله هم ونه رسېږي ځکه چې دوی د انسانانو د قاچاق کوونکو لاسونو ته لویدلي وي.

هر میاشت یا په دوو میاشت کې یو ځل یوه کښتۍ چې له حده ډېر کسان په کې سپاروي په سرې بحیرې کې ډوبېږي او ډېر کسان په کې مړه شي.

د یمن چارواکي وايي چې په اوسنۍ پېښه کې هم ۷۰ کسان وژل شوي دي.

د چارواکو وینا ده چې اکثره مړه شوي کسان د ایتوپیا وکړي دي.

ویل شوي چې له دې غمیزې دمخه سږکال له ۲۰۰ ډېر کسان په سرې بحیرې کې د کښتیو د ډوبیدو په پېښو کې مړه شوي دي.

د بي بي سي خبریال وايي دا اوسنۍ پېښې یوه بله یادونه ده چې دا لاره څومره خطرناکه ده.

ورته مطالب