هند: جنسي تېری پر انټرنیټي ټکسیانو د بندیز لامل شو

Image caption چارواکو پر یوبر د دوشنبې پر ورځ بندیز ځکه ولګاوه چې د دوی په وینا دغه شرکت د ټکسي چلونکو په ازمویلو کې پاتې راغلی دی.

د هند پلازمېنه ډیلي کې چارواکو پر هغو ګڼو شرکتونو بندیز لګولی چې خلکو ته یې د انټرنیټ له لارې د ټکسي خدمتونه وړاندې کول.

دا ګام وروسته له هغه پورته کېږي چې یوې ښځې ادعا وکړه د (یوبر) نړیوال ټکسي خدمتونو شرکت یوه ټکسي چلونکي پر دې جنسي تېری کړی دی. ټکسي چلونکی نیول شوی دی.

چارواکو پر یوبر د دوشنبې پر ورځ بندیز ځکه ولګاوه چې د دوی په وینا دغه شرکت د ټکسي چلونکو په ازمویلو کې پاتې راغلی دی.

خو پر انلاین خلک اوس هم د دغه شرکت ټکسي خدمتونو ته لاسرسی لري او دا لا مالومه نه ده چې بندیز به پرې څنګه پلی کېږي ځکه د یوبر ټکسیانې کومه څرګنده نښه نه لري.

د دوشنبې پر ورځ ډیلي کې چارواکو وویل پلازمېنه کې یوازې ۶ ثبت شوي ټکسي شرکتونه د فعالیت اجازه لري.

د ډیلي د ترانسپورت چارواکي ایس رای بسواس وویل:

"نور ټول شرکتونه چې خپل خدمتونه د انټرنیټ له لارې وړاندې کوي او ثبت شوي نه دي، باید د ترانسپورت له ادارې د جواز لیک تر لاسته راوړلو دغه ډول خدمتونه ودروي".

د رسنیو راپورونه وايي بندیز ښايي د ښار د ګڼو ټکسي شرکتونو کار اغېزمن کړي او زرګونه ټکسي چلونکي به بې کاره شي.

د ډیلي فدرالي حکومت د هند د نورو ایالتونو له چارواکو هم غوښتي چې پر دغه ډول شرکتونو بندیز ولګوي.

قرباني شوې ۲۶ کلنې ښځې د جمعې په شپه کور ته د تلو لپاره پر موبایل د یوبر شرکت ټکسي نیولې وه خو وايي د ټکسي چلونکي له لورې یو ګوښه ځای ته یوړل شوه او جنسي تېری پرې وشو.

یوبر تر اوسه د بندیز په اړه څه نه دي ویلي.

د دوشنبې پر ورځ دغه شرکت د جنسي تېري پېښه "بوږنونکې" وبلله او ویې ویل چې دوی به "د مجرم نیولو پخاطر تر خپلې وسې مرسته وکړي".

د جنسي تېري دغه وروستۍ ادعا یو ځل بیا د خلکو پام هند کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي ته اړولی دی.

په وروستیو کې هند کې د جنسي تېري ګڼې پېښې را منځ ته شوې دي.

دغه پېښه د یوې زده کونکې د ډله اییز جنسي تېري او وژنې د دوهم تلین نه یوازې څو ورځې وړاندې مخې ته راځي، چې په نړیواله کچه یې د خلکو غوصه را پارولې وه او د هند له حکومته غوښتل شوي وو چې د جنسي تاوتریخوالی په تړاو خپل قوانین سخت کړي.

په ورته وخت کې د پېښې په اړه په ټولنیزو رسنیو هم خلکو غوصه څرګنده کړې او هند کې پر ټویټر د "ډيلي بیا وشرمېده" او "یوبر" هشټګونه کارول کېږي.

نتاشا ویلي پر ټولو ټکسي شرکتونو بندیز لګول "خندنی" کار دی.

ډاکټر منیش ریزاده ویلي که څه هم هند کې اوس یو نوی حکومت په واک کې دی، خو کوم ځانګړی بدلون یې نه دی راوستی.

سدهارت جېن ویلي پر یوبر بندیز لګول "د حل لاره نه ده".

ورته مطالب