د تېلو نړیواله بیه کې پام وړ ټیټوالی راغلی

د انځور حقوق Getty
Image caption اټکل دی، چې د ۲۰۱۶ کال په راتلو به د یوه بیرل خامو تېلو بیه شاوخوا ۸۸ ډالره شي.

په تېرو پنځو کلونو کې د تېلو نړیواله بیه کې د پام وړ ټیټوالی راغلی دی.

د تېرې دوشنبې په ورځ د یو بیلر (بیرل) خامو تېلو بیه ۶۷،۳ ډالر وه، چې دا بیه یې له ۲۰۰۹ کال راوروسته تر ټولو ټیټه بیه ده.

د یو بیرل خامو امریکايي تېلو بیه ۶۴،۴ ډالر ته راښکته شوې ده.

د "مورګان سټانلي" شرکت بنسټګرې تمه ښودلې ده، چې شاید راتلونکی کال د یو برنټ خامو تیلو بیه شاوخوا ۷۰ ډالره شي، چې د هغې د مخکنۍ تمې نژدې ۳۰ ډالر ټیټ اټکل ښودل شوی.

دغه شرکت دا هم ویلي چې د ۲۰۱۶ کال په راتلو به د یوه بیرل خامو تېلو بیه شاوخهوا ۸۸ ډالره شي.

د نړیوال وجهي صندوق کریسټین لاګارد ویلي، د تېلو د بیې ټیټوالی شاید صادروونکو هېوادونو ته زیان ورسوي، خو په ټوله کې د نړیوال اقتصاد لپاره ګټه لري.

لاګارد وویل: "څوک به ګټه کوي او څوک تاوان، خو په پای کې به د تېرو د بیې ټیټوالی د نړیوال اقتصاد لپاره یو ښه خبر وي."

لاګارد دا هم ویلي چې "که داسې اټکل وکړو چې د تېلو بیه په سلو کې ۳۰ راټیټه شي، ارومرو به پرمختللی اقتصاد صفر اعشاریه اته نوره وده هم وکړي؛ ځکه چې ټول تېل واردوونکي هېوادونه دي. "

له تېر جولای میاشتې راهیسې په نړیواله کچه د تېلو بیه ۴۰ سلنه راټیټه شوې ده.

سعودي عربستان تېره میاشت د تېلو صادروونکو هېوادونو د ټولنې "اوپک" د ننه د تېلو د تولید د کچې کمولو نظر مخته یووړ.

د بې وزلو او شتمنو ترمنځ توپیر

په تیرو دیرشو کلونو کې د نړۍ په پرمخ تللو هیوادونو کې اوس د بې وزلو او شتمنو ترمنځ واټن تر بل هر وخته زیات شوی دی.

د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان په یوه راپور کې ویلي چې په دغو هیوادونو کې شتمن خلک لس سلنه دي او د بې وزلو پر تله نهه نیم وارې زیات عایدات تر لاسه کوي. په ۱۹۸۰ کلونو کې دغه کچه یواځې اوه چنده وه.

د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان وایي په ځانګړې توګه د امریکا په متحده ایالتونو او بریتانیا کې د بډایو او بې وزلو په عایداتو کې توپير اقتصادي وده کمزورې کړې ده.