د سوریې پولې ته څېرمه ۳ ترکي پوځيان وژل شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د برید سیمه له سوریې سره ګډه پوله لري، چې دواړو غاړو ته ډېری اوسېدونکي یې کردان دي.

ترکي رسنۍ وايي، له سوریې سره پر پوله په شیلانپینار سیمه کې درې ترکي پوځيان په ډزو ویشتل شوي او وژل شوي دي.

تر اوسه د بریدګرو هویت نه دی معلوم شوی او دا هم نه ده جوته چې دغه پوځيان د شا او که د مخ له خوا ویشتل شوي.

شیلانپینار د سوریې راس العین ښار ته څېرمه پروت دی، چې ترمنځ یې اوسپنیز اغزن تارونه هم غځول شوي دي.

سیمه ییزو چارواکو تر دې پېښې وروسته هلته امنیتي تدابیر ډېر ټینګ کړي دي.

ددغې سیمې په دواړو غاړو کې زیاتره کردان اوسېږي.

د ترکیې (حریت) ورځپاڼې په وېبپاڼه کې د سیمې د مشر عزالدین کجک له قوله ویل شوي چې "له سوریې سره پر پوله په دغه سیمه کې د دغې پېښې په اړه تحقیقات کوو. "

د ویلو ده چې دغه سیمه په تېرو څو کلونو کې د ترکي پوځ او د کردستان د بېلتون غوښتونکي کارګر ګوند د وسله والو ترمنځ د نښتو شاهده وه.

خو ترکیې په تېر اکتوبر کې له دغې سیمې د ۱۵۰ عراقي پیشمرګه ځواکونو د اوښتو هوکړه وکړه، چې د سوریې په عین العرب (کوباني) ښار کې د "اسلامي دولت" د جنګیالیو د بریدونو مخه ونیسي.

ترکیه او ځینې نور لوېدیځ هېوادونه د کرستان کارګرو ګوند یوه ترهګره ډله بولي، خو ددغې ډلې مشر عبدالله اوجلان دا مهال د ترکیې په یوه زندان کې دی.

ورته مطالب