د امریکايي سفارتونو خوندیتوب لپاره کلک اقدامات شوي

د انځور حقوق Getty
Image caption د سي ای اي په اړه د دغه رپوټ خپرېدو نېټه له مخکې ځنډېدلې وه.

سپینه ماڼۍ وايي، له نیول شویو القاعده غړو نه د پوښتنو ګروېږنو پر مهال د سختي کولو اړوند رپوټ له خپرېدو مخکې ټوله نړۍ کې د امریکا اړوند تاسیساتو خوندیتوب لپاره کلک اقدامات شوي دي.

د یوه حکومتي ویاند په خبره ' د سختو احتمالي خطرونو له نښو نښانو څرګندېدو ' وروسته د امریکايي سفارتونو او نورو ودانیو لپاره کلک امنیتي تدبیرونه شوي دي.

د امریکا سنا له لوري یو رپوټ د سې شنبې په ورځ خپرېږي، چې پکې د سپتامبر ۱۱ له بریدونو وروسته د القاعده خلاف د امریکايي څارګرې ادارې د اقداماتو تفصیل یاد شوی دی. رپوټ کې د هغو سختو اقداماتو یادونه هم شوې، چې د سي ای اي کارکونکي یې له نیول شویو القاعده غړو نه د اعتراف تر لاسه کولو لپاره کارووي.

رپوټونو کې ویل شوي، چې د زور زیاتي په وسیله هم هغه پایلې نه دي تر لاسه شوې، چې تمه یې کېده.

د رپوټ په اړه واشنګټن کې له هغو ناندریو وروسته، چې کومه برخه یې باید خپره شي او کومه یې خپره نه شي، د رپوټ خپرولو کې ځنډ رامنځته شوی و.

دغه شپږ زره مخه رپوټ چې د امریکا سنا د دفاعي کمېټې لخوا چمتو شوی، په بشپړ ډول نه خپريږي او ډېره برخه به یې پټه وساتله شي.

د رپوټ یوازې ۴۸۰ مخونه به کمېټې کې د شاملو دیموکرات غړو لخوا خپاره شي.

ولسمشر باراک اوباما واک ته له رسېدو وروسته د سي ای اې له لوري د پوښتنو ګرويږنو لړۍ ودروله او اعتراف یې وکړ، چې د دوی پوښتنې ګرويږنې د ځورولو بڼه لري.

د پخواني ولسمشر جورج بوش د واکمنۍ پر مهال سي ای اې له ۱۰۰ ډېر داسې کسان، چې شکونه پرې کېدل له امریکا بهر په ( بلیک سایټس ) یا د پوښتنو ګروېږنو په پټو مرکزونو کې ساتلي وو.

د انځور حقوق AFP
Image caption سي ای اي په بېلو هېوادونو کې د پوښتنو ګروېږنو مرکزونه جوړ کړي وو.

د معلوماتو تر لاسه کولو بهیر کې پر تورن کس اوبه اچول، په څپېړو وهل، سپکول، د تودوخې په ټيټه کچه کې ساتل او خوب ته نه پرېښودل شامل وو.

د سږ کال په اګست کې د دغه رپوټ کې له معلومېدو وروسته ولسمشر اوباما ویلي و ' موږ داسې یو څه کړي، چې زموږ له ارزښتونو سره اړخ نه لګوي. '

د اوباما په خبره افسرانو دغه کړنې ځکه تر سره کړې، چې وايي دوی له نورو ترهګرو بریدونو نه د امریکا خوندي ساتلو لپاره تر فشار لاندې وو.

د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ارنسټ په وینا د اوباما حکومت د دغه رپوټ خپرېدو هرکلی کوي، خو وايي داسې اشارې معلومې شوې دي، چې ګواکې پر امریکايي تاسیساتو به د بریدونو خطر ډېر شي.

د سنا کمېټې مشر دیموکرات سناتور ډیني فینسټاین د رپوټ خپرېدو اجازه ورکړې ده. د نوموړي په وینا د حکومت له لوري د امنیتي تدبیرونو ډېرېدل پر ځای چاره ده.

د بهرنیو چارو وزیر جان کېري له دې مخکې د سنا له جرګه ګۍ غوښتي و، چې د رپوټ خپرولو د ومخت په اړه غور وکړي.