د ممپلو له کبله د الوتکې الوت وځنډېد

د انځور حقوق
Image caption هیتهر هو ته د الوتکې د یوه نوي کارکونکي لخوا ممپلي په لوښي کې د وړاندې کولو پر ځای په کڅوړه کې ورکړل شوي وو.

د جنوبي کوریا د هوايي شرکت یوې لوړ پوړي چارواکې پر ضد له دې کبله پوښتنې ګرويږنې پیل شوې دي، چې وايي د الوتکې الوت کې یې له کبله ځنډ رامنځته شوی دی.

دغه اجرایي مدیره هیتهرهو نومیږي او ځکه یې الوت وخنډاوه، چې وايي دې ته الوتکه کې ممپلي په غیر مناسب ډول وړاندې شول.

پېښه د تېرې جمعې په ورځ د نیویارک هوايي ډګر کې رامنځته شوه. هغه مهال، چې الوتکه له نیویارکه د سویلي کوریا پر لور الوت ته چمتو وله، لږ ځنډ وروسته بېرته ټرمينل ته ستنه کړله شوه.

هیتهر هو وویل، چې دې ته ممپلي په غیر مناسبه توګه وړاندې شوي دي او له همدې کبله باید د الوتکي خدمه کسان بدل کړل شي.

د کوریا ملي هوايي شرکت په وینا الوتکه کې د خدمتونو معیار څارل د هیتهر هو مسوولیت دی او دې لړ کې د پیلوټ ملاتړ هم له هغې سره و.

خو د چارواکو په وینا هیتهر هو الوتکه کې د یوې عامې مساپرې په توګه ناسته وه. د سویلي کوریا رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې نوموړې ته د الوتکې د یوه نوي کارکونکي لخوا ممپلي په لوښي کې د وړاندې کولو پر ځای په کڅوړه کې ورکړل شوي وو.

له هغه وروسته وايي، هغې د الوتکې خدمه ډلې مشر وغوښت او امر یې ورته وکړ، چې باید له الوتکې کوز شي.

د کوریا هوايي شرکت په خبره د الوتکې الوت کې له همدې کبله ۱۱ دقیقې ځنډ رامنځته شو. د سویلي کوریا هوايي چلند چارواکي اوس په دې اړه څېړنې کوي، چې ایا هیتهر کوم قانون تر پښو لاندې کړی او که نه.

چارواکي وايي هغه الوتکې کې د یوې مساپرې په توګه ناسته وه، نه د خدمتونو څارونکې په توګه.

د یادونې ده، چې نوموړې د کوریا هوايي شرکت د مشر لور ده.