د پاکستان پنجاب کې پر ګوزڼ ضد فعالانو برید شوی

د انځور حقوق Getty
Image caption سږ کال پاکستان کې د ګوزڼ له ۲۶۰ د ډېرو ناروغانو نومونه ثبت شوي دي

د پاکستان پنجاب ایالت په فیصل اباد ښار کې د ګوزڼ(پولیو ) ضد واکسین فعالانو پر یوې ډلې برید شوی دی.

ځايي پولیسو بي بي سي ته ویلي، چې پېښه کې یو رضا کار وژل شوی دی. پېښه د فیصل اباد ښار په پیپلز کالوني سیمه کې شوې ده.

پولیس وايي وژل شوی رضاکار محمد سرفراز له خپلو همکارانو سره د سې شنبې په ګهیځ د دغې سیمې رحمانیه جومات ته نژدې ورسېد، چې نامعلومو موټر سایکل سپرو کسانو پرې ډزې وکړې او ویې واژه.

نوموړی په ټپي حالت کې ځايي روغتون ته ولېږدول شو، خو هلته یې ساه ورکړه.

ځايي پولیس وايي دا په یاده سیمه کې پر ګوزڼ ضد واکسین کونکو لومړی برید دی، خو وايي دوی له هره اړخه د پېښې څېړنه کوي.

پنجاب ایالتي حکومت د دوشنبې له ورځې راهیسې درې ورځنی ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل کړی دی.

د کمپاین بهیر کې په پام کې ده، چې ۳۵۲۰۴ ګرځنډه ټیمونه به د ټول ایالت په لر او بر کې ۱۸ میلیونه له پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته دغه واکسین ورکړي.

د ایالتي حکومت په وینا ایالت ته د ورتلونکو او ترې وتلیو لارو پر سر هم ۲۲۰۰ واکسین ټیمونه ګومارل شوي دي.

د ۲۰۱۲ کال له دسامبر میاشتې راهیسې پاکستان کې پر ګوزڼ ضد واکسین فعالانو او د دوی پر ساتونکو بریدونو کې له ۶۵ ډېر کسان وژل شوي دي.

سږ کال پاکستان کې د ګوزڼ له ۲۶۰ د ډېرو ناروغانو نومونه ثبت شوي دي، چې دغه شمېر تېرو ۱۵ کلونو کې تر ټولو ډېر بلل کېږي.