اسرائیلو پر بیت المقدس د برید هوډ لرونکی امریکایی نیولی

Image caption د حرم الشریف په احاطه کې قبه الصخره، قبه السلسله او الاقصی جومات شامل دي

د اسراييلو پولیس وايي، یوه نیول شوي امریکايي وسله وال سړي د پوښتنو ګروېږنو پر مهال ویلي، چې غوښتل یې پر اسلام مقدسو ځایونو برید وکړي.

اډام اورت لیویکس چې عیسوي مذهبه دی، دی په امریکا کې هم د نشيي توکو په تور تر څار لاندې و او نوموړی تېره میاشت د څارګرو ادارو له لوري د نوموړي له موندل کېدو وروسته ونیول شو.

د نوموړي په کور کې هغه وسلې هم موندلې شوې چې له اسراييلو غلا شوې وې.

د نوموړي وکیل وايي اسراییلي چارواکو د نوموړي د قضیې د امنیتي پایلو لړ کې مبالغه کړې ده.

دغه سړی په داسې حال کې نیول کېږي چې د اسراييلو او فلسسطینیانو ترمنځ د بیت المقدس حرم الشریف ته د لاسرسي پر سر اختلافونه ډېر شوي دي.

د حرم الشریف په احاطه کې قبه الصخره، قبه السلسله او الاقصی جومات شامل دي، چې له مکې مکرمې او مدینې منورې وروسته د مسلمانانو دریم سپیڅلی مقام بلل کېږي.

دغه مقام ته څېرمه (لوېدیځ دیوال) موقعیت لري، چې د یهودیانو لپاره سپیڅلی مقام دی.

ښاغلي لیویکس د دوشنبې په ورځ له یوه ملګري سره یوځای، چې اسرییلي پوځي دی او ده سره یو ځای اوسي، له اسراييلي ځواکونو نه د ۱،۴ کیلوګرامه چاودېدونکو توکو په غلا تورن وبلل شو.

پر نوموړي اسراییلو کې په غیر قانوني توګه د اوسېدو تور هم پورې شوی دی.

اسراییلي ځواکونو ویلي، دغه ۳۰ کلن سړی چې د تکساس اوسېدونکي دی، په ۲۰۱۳ کال کې فلسطین ته تللی و.

نوموړی لومړی د اسراییلو له لوري د اشغال شوې ختیځې غاړې بیت الحم او حبرون سیمو کې اوسېد او ادعا کېږي، چې هلته یوه فلسطیني ورته ویلي و، چې ایا غواړي د سیمې ته د سفر پر مهال د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر باراک اوباما ووژني او که نه. د پولیسو په خبره لیویکس دغه وړاندیز رد کړی و.

ښاغلی لیویکس څه موده وروسته وايي، اسراییلو ته تللی و او خپلو اسراييلي ملګرو ته به یې داسې څرګندول، چې ګواکې د امریکا يي سمندري ځواکونو سرتېری دی.

د هغه خلاف دوسیې کې ویل شوي، چې نوموړي"د اسراییلي عربانو ټولنې پر ضد د هغه منفي عقیدې او د مسلمانانو سپیڅلو مقاماتو ته زیان اړولو په اړه هم خبرې کړې." او بیا یې د پوښتنو ګروېږنو پر مهال هم دغه ډول څرګندونې کړې دي.

محکمې امر کړی چې نوموړی باید په زندان کې پاتي شي تر څو رواني وضعیت یې وڅېړل شي او پرې لګول شوي تورونه په محکمه ورته واورول شي.

د لیویکس وکیل ګال ګلف وايي، چې نوموړی د نیول کېدو له ورځې (نوامبر ۱۹) نه تر اتو ورځو پورې حقوقي مشاور نه درلود.

ورته مطالب