سوریه کې درې خبریالان وژل شوي

د انځور حقوق AP
Image caption په تېرو درو کلونو کې د سوریې په شخړه کې تر ۷۰ ډېر خبریالان وژل شوي.

رپوټونه وايي، د سوریې په سوېل ختیځ کې د شخړمنې سیمې د خبري پوښښ پرمهال "المشرق" په نامه تلوېزیون، چې د سوري نظام د مخالفینو له خوا چلول کېږي، درې خبریالان وژل شوي دي.

د سوریې په سوېل ختیځ کې د "المشرق" تلوېزیون درې خبریالان د شخړمنې سیمې د خبري پوښښ پرمهال وژل شوي.

المشرق د سوري نظام د مخالفانو له خوا مخته وړل کېږي.

یاد تلوېزیون د خبریالانو د ملاتړ نړیوالې ټولنې ته ویلي، د خبریالانو پر یوه موټر، چې د درعا ولایت "الشیخ مسکین" سیمې ته روان و، یو توغندی لګېدلی دی.

دغه تلویزیون ویلي، باور لري، چې حکومتي پوځيانو دوی په لوی لاس په نښه کړي دي.

په تېرو درو کلونو کې د سوریې په شخړه کې تر ۷۰ ډېر خبریالان وژل شوي.

د خبریالانو د ملاتړ ټولنه وايي، زیاتره وژل شوي خبریالان د سیمې دي.

"سرښندنه "

"المشرق" تلوېزیوني چینل ویلي، وژل شوي خبریالان یې د رامي العاسمي، یوسف الدوس او انځور اخیستونکی سالم خلیل نومېږي، چې د تېرې دوشنبې په ورځ الشیخ مسکین سیمې ته په موټر کې روان وو.

دغه سیمه څو اونۍ د شخړو او جګړو شاهده وه.

سرچینه وايي، خبریالان په "قرفه" ښار ک د حکومتي ځواکونو تر پوستو تېر شوي وو، چې پر موټر یې برید وشو.

ویل کېږي، چې پر موټر داسې نښه نه مالومېده، چې ګني د خبریالانو دی.

د خبریالانو د ملاتړ ټولنه وايي، داسې کره مالومات نه لري، چې ګني دغه خبریالان په لوی لاس د پوځیانو له خوا په نښه شوي، خو اټکل یې دا دی چې حکومتي ځواکونو وړاندې هم په ورته پېښو کې خبریالان په نښه کړي دي، چې ودې شي دا پېښه هم قصدي بڼه ولري.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption "المشرق" تلوېزیوني چینل ویلي، وژل شوي خبریالان یې د رامي العاسمي، یوسف الدوس او انځور اخیستونکی سالم خلیل نومېږي، چې د تېرې دوشنبې په ورځ الشیخ مسکین سیمې ته په موټر کې روان وو.

د دغې ټولنې د منځني ختيځ او د افریقا د شمالي برخې همغږی کوونکي شریف منصور ویلي "د سوریې په روانه شخړه کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی، خو په یوه پېښه کې د درو خبریالانو یوځای وژل کېدل یوه زړه بوږنوونکې پېښه ده."

دی زیاتوي "زیاتره سیمه ییز خبریالان د شخړو خبرونه ورکوي، له سوري چارواکو غواړو چې ددوی وضعیت ته پام وکړي."

په داسې حال کې چې د نړیوالو سترګې د سوري مخالفانو او د "اسلامي دولت" د جنګیالیو او د سوریې په شمال کې د حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړو ته دي، د سوري نظام مخالفانو له تېرو درو میاشتو راهیسې هلته په درعا ولایت کې ډېر پرمختګ کړی دی.

دغه سیمه له اردن او د سوریې له جولان تپې سره ګډه پوله لري.

ورته مطالب