القاعده: واشنګټن د امریکایي خبریال د وژل کېدو مسؤول دی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption وړاندې، امریکايي چارواکو وویل، ۳۳ کلن امریکایی خبریال لاک سومرزاو د جنوبي افریقا یو ۵۶ کلن ښوونکی پییر کورکي د ژغورنې د عملیاتو پرمهال د یرغمل کوونکو په مرمیو ویشتل شوي او وژل شوي دي.

په عربي جزیره کې د القاعدې شبکې د هغو دوو بهرنیو بندیانو د وژل کېدو پړه پر امریکا اچولې، چې د القاعدې شبکې له منګولو د ژغورنې په عملیاتو کې ووژل شول.

القاعده وايي، امریکا ددې پرځای چې ددغو بندیانو د خلاصون لپاره له خبرو کار واخلي، له "حماقت" یې ګټه واخیسته.

په وژل شویو کې یو امریکایی او بل د جنوبي افریقا و.

په یمن کې د القاعدې شبکې مشر نصار بن علي العنسي په یوه وېډیويي پیغام کې، چې پر یوه وېبپاڼه هم خپور شوی ویلي، د امریکا ولسمشر بارک اوباما او حکومت یې پوهېږي چې "موږ څه غواړو، دوی ددې پرځای چې له موږ سره خبرې وکړي، له زوره یې کار واخیست او زموږ ښه نیت ته یې ونه کتل."

وړاندې، امریکايي چارواکو وویل، ۳۳ کلن امریکایی خبریال لاک سومرزاو د جنوبي افریقا یو ۵۶ کلن ښوونکی پییر کورکي د ژغورنې د عملیاتو پرمهال د یرغمل کوونکو په مرمیو ویشتل شوي او وژل شوي دي.

دغه عملیات د تېرې شنبې په ورځ د یمن شبوه ولایت په عبدان درې په هغه سیمه کې وشول، چې تر ډېره پکې القاعده شبکه نفوذ لري.

د سیمې یوه اوسېدونکي ویلي، یوه مېرمن او لس کلن ماشوم، او د القاعدې شبکې یو سیمه ییز مشر له هغو ۱۱ کسانو څخه وو، چې د عملیاتو پرمهال په ډزو ووژل شول.

واشنګټن په عربي جزیره کې د القاعدې څانګه په ګرده نړۍ کې د القاعدې تر ټولو خطرناکه ډله بولي.

امریکا له څو کلونو راهیسې یمن کې د القاعدې پرضد د بې پیلوټه الوتکو بریدونه پیل کړي دي.

دا په لسو ورځو کې دویم ځل و، چې امریکا د سومرز د ژغورنې عملیات وکړل، خو امریکا ته القاعدې خپلې غوښتنې وړاندې کړې وې، چې رد شوې وې.

العنسي ویلي، د کورکي د خلاصون عملیات روان وو، خو د جنوبي افریقا د ښوونکي د کورنۍ په استازیتوب د دغه هېواد یوه خیریه ټولنه د هغه د خوشي کېدو په اړه له القاعدې سره پر خبرو بوخته وه.

امریکا وايي، پوهېده، چې په دغه ځای کې یو بل بهرنی وګړی هم له سومرز سره یوځای بندي دي، خو هویت او د خلاصون لپاره یې په پټو خبرو نه وه خبره.

ورته مطالب