بریتانیا عراق ته "سلګونه" پوځيان استوي

د انځور حقوق
Image caption بریتانوي وزیر فالون ویلي یوازې "سلګونه" پوځيان به عراق ته راتلونکې میاشت ولاړ شي.

د بریتانیا ددفاع وزیر مایکل فالون د لندن "ډیلي ټیلیفګراف" ورځپاڼې ته د تېرې شنبې په ورځ ویلي، هېواد یې د داعش پرضد د عراقي امنیتي ځواکونو او د کردي پیشمرګه جنګیالیو د روزنې لپاره سلګونه پوځي روزونکي استوي.

وړاندې امریکايي ولسمشر بارک اوباما هم موافقه کړې وه، چې عراق ته به تر درو زرو ډېر عسکر واستوي.

خو په عراق او سوریه کې د سخت دریځو اسلامپالو پروړاندې د امریکا په مشري د جوړ شوي ایتلاف مشر ویلي وو، د ایتلاف غړي هېوادونه به عراق ته ۱۵۰۰ اضافي پوځيان واستوي.

بریتانوي وزیر فالون ویلي یوازې "سلګونه" پوځيان به عراق ته راتلونکې میاشت ولاړ شي.

دغه بریتانوي وزیر دا هم ویلي چې د "اسلامي دولت" مخکنۍ (داعش) ډلې له بمباریو وروسته خپل جنګي تکتیکونه بدل کړي دي:

"اوس داعش جنګیالي په ښارونو او کلیو کې په پراخه کچه پټېږي، په دې مانا چې د ایستلو لپاره یې ځمکنیو پوځيانو ته اړتیا ده. دا دنده باید سیمه ییزو ځواکونو ته وسپارله شي، نه لوېدیځو عسکرو ته."

د تېرې شنبې په ورځ داعش جنګیالیو د عراق په لوېدیځ کې لږترلږه ۱۹ پولیس ووژل، چې د لانور پرمختګ هڅه کوي.

وزیر فالون ویلي، که څه هم تر اوسه عراق ته د استول کېدونکو بریتانوي پوځيانو کره شمېره نه ده ټاکل شوې، خو بریتانوي پلاوي د استول کېدونکو پوځيانو شمېر په څلورو جوپو کې مشخص کړی، چې درې به یې بغداد ته څېرمه دېره شي، او څلورمه هغه به یې کردي مېشتو سیمو ته ولېږدي.

فالون وايي "ددغو ځواکونو یوه مهمه دنده به دا وي چې د داعش له لوري د ځمکنیو ماینونو شنډولو ته دوام ورکړي. "

ورته مطالب