د اقليم بدلون په مهمه سرمشريزه کې وروستۍ هڅه

د انځور حقوق reuters

پيروکې د ملگروملتونو د اقليم بدلون په سرمشريزه کې مرکچيان له نړيوالې تودوخې سره د مبارزې په برخه کې د شتمنو او مخې په ودې هېوادونو ترمنځ د شته اختلاف د لرې کولو هڅه کوي.

استازي د هغه تړون مسودې د جوړولو هڅه هم کوي چې راتلونکي کال کې بايد تصويب شي.

صنعتي هېوادونو د شين کوړيزو غازو خپرېدا کمولو ته پام اړولى دى.

خو مخې په ودې هېوادونه نورې مالي مرستې غواړي چې د اقليم بدلون له اغيزو سره په مبارزه کې ورسره مرسته وکړي.

په پام کې وه چې غونډه د جمعې په ورځ پاى ته رسېدلې واى، خو تمه کېږي چې خبرې به نن او سبا هم دوام وکړي.

د امريکا د بهرنيوچارو وزير جان کېري په دې برخه کې يوې مهمې موافقې ته د رسېدا په موخه يوه احساساتي غوښتنه وکړه او ويې ويل دا يو غوراوى نه بلکې يوه اړتيا ده.

ښاغلي کېرې دارنگه مخې پر ودې هېوادونو هم غږ وکړ چې د غازو خپرېدا کمه کړي : "په نړۍ کې د زهرجنو غازونو نیمایي برخه په مخ پر ودې هېوادونو کې تولیدېږي. نو دوی هم باید په دې برخه کې اقدام وکړي. هېوادونه باید د انرژۍ داسې سرچینې غوره کړي چې له نوي وخت سره سمون خوري، نه له تېرې زمانې سره. که داسې ونکړي نو په راتلونکي کې به د یو ښه اقتصاد رامنځته کولو فرصت له لاسه ورکړي، داسې اقتصاد چې وده وکړي او ثبات ولري."

د اقليم د بدلون په اړه د نوي تړون مهم ټکى دادى چې له ټولو هېوادونو غوښتنه کوي چې داسې ژمنې وکړي چې له مخې يې د راتلونکې کال تر اپريل دمخه د لوړېدونکي حرارت په وړاندې مبارزې کې اړين گامونه پورته کړي.

پرمختللي هېوادونه له مخ په ودې هېوادونو غواړي چې د غازو خپرېدا کمه کړي .

خو د مخ په ودې هيوادونو استدلال دادى چې هغه ملکونه بايد د دې ډېر پيټى پورته کړي چې د ستونزې د رامنځته کېدو سبب شوي دي.

ورته مطالب