امريکا: ۵۷۷ میلیارده ډالره دفاعي بودیجه تصویب شوه

د انځور حقوق EPA

د امريکا د متحده ايالتونو سنا د امريکا نوې کلنۍ بودجه تصويب کړه چې له مخې يې د اسلامي دولت د اورپکې ډلې داعش په وړاندې پوځي کمپاين پراخوي.

د پنتاگون کلنۍ بودجه ٥٧٧ ميليارد ډالره ده چې ٦٤ ميليارد يې بهر کې د امريکا د متحده ايالتونو جگړو ته ځانگړې شوې ده.

د بودجې دې لاېحې د راتلونکو دوو کلونو لپاره د منځلارو سوريه يي ياغيانو د روزنې او سمبالولو واکونه هم ورکړي دي.

د امريکا ولسي جرگې وار دمخه د بودجې دا لايحه تصويب کړې او اوس ولسمشر اوباما ته استول شوې چې د قانون په توگه يې لاسليک کړي.

د څو مياشتو راهيسې دواړو گوندونو د امريکا د ملي دفاع واکونو پر کړنې بحث کاوه .

تر اوسه پورې د اسلامي دولت د اورپکو په وړاندې د امريکا د متحده ايالتونو د عملياتو لگښت د پنتاگون له موجودې بودجې ورکول کېده .

د بودجې نوي لايحه د داعش په وړاندې د امريکايي ځواکونو د مخامخې ځاى په ځاى کېدنې لپاره ٣،٤ بليونه ډالر بيل کړي او د دوو کلونو لپاره د عراقي او کوردي ځواکونو د روزنې لپاره يې ١،٦ ميليارده ډالر ځانگړي کړي دي .

ډيموکرات سناتور کارل ليون وويل د امريکا هوايي ځواک ځمکه کې حالات بدل کړي ، خو زياته يې کړه چې داعش به د هغو ځواکونو پرته مات نه شي چې مخامخ ورسره وجنگېږي.

لايحې گوانتامو ټاپو کې د امريکا د پوځي زندان د تړلو په برخه کې دولسمشر اوباما وړانديز رد کړ.

لايحې له گوانتامو څخه د امريکا متحده ايالتونو ته د زندانيانو دلېږدولو بنديز نور هم وغځوه .

د دې لايحې له مخې د امريکايي پوځيانو معاشونه يوه سلنه ډېرېږي.

سنا کې د اکثريتو مشر هري ريډ وويل لايحه زموږ هغه هڅې پياوړي کوي چې د جگړې په ډگر کې خپل پوځيان خوندې وساتو او په مسوولانه توگه افغانستان کې زموږ د پوځي ماموريت د ختمولو لپاره اړينې سرچينې برابروي.

ورته مطالب