اندونیزیا کې ځمک ښویېدو د ۲۰ کسانو ژوند اخیستی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د سیمې د خلکو په ګډون ژغورونکي تمه لري، چې ژوندي کسان ومومي.

د اندونیزیا په مرکزي سیمه کې د ځمکې ښویېدو له کبله لږترلږه ۲۰ کسان مړه شوي او تر ۸۰ ډېر نور تر خاورو لاندې بند پاتې دي، چې اوس یې د ژغورلو عملیات چټک شوي دي.

پېښه د تېرې جمعې په ورځ د اندونیزیا د مرکزي جاوا ښار په جیمبلنګ کلي کې شوې ده.

په تېرو دوو ورځو کې د تېزو بارانونو له کبله د ژغورنې چارې له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوې وې، او د ناورین سیمې ته د ژغورندویې ډلې د ورتګ مخه یې نیولې وه.

په اندونیزیا کې سېلابونه او د ځمکې ښویېدل ناوړه شالید لري.

ژغورونکي اړ شوي وو، چې د تراکتورونو او بیلدوزرونو تر رسېدا پورې یوازې په لاسونو تر خاور او خټو لاندې د کسانو موندلو چارې مخته بوځي.

دوی ته ایله د یکشنبې په ورځ بیلدوزر او تراکتورونه ور ورسېدل.

د اندونیزیا د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې د ادارې ویاند سوټوپو پورو نګراهو ویلي، د پېښې سیمې ته ځینې غځېدلي سړکونه او لارې پاکې شوې دي:

"نن د ژغورنې کارونه پیلېږي، له تېرې ورځې راهیسې ځمکې ښویېدو لارې او سړکونه بند کړي وو."

د ژغورنې په دغو عملیاتو کې د پولیسو او پوځيانو په ګډون تر ۱۰۰۰ ډېرو کسانو ګډون درلود.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اندونیزیا کې د ځمک ښویېدو پېښو د نژدې نیمايي وګړو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی.

د طبیعي پېښو پروړاندې د ادارې چارواکو ویلي، لږترلږه ۱۱ سخت ټپیان شوي رایستل شوي کسان اوس په روغتون کې دي.

په پام کې ده چې د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو د یکشنبې په ورځ له ژغورل شویو سره وګوري.

نوموړي په یوه ویناپاڼه کې ویلي: "د جیمبلنګ کلي د ځمکې ښویېدو پېښې غمجن کړی یم. ځمک ښویېدنه موږ ته پند کېدای شي."

د طبیعي پېښو پروړاندې ادارې ویلي، ځمکې ښویېدو سلګونه کورونه ویجاړ کړي، چې له کبله یې نژدې ۶۰۰ وګړي لنډمهالو پناه ځایونو ته وړل شوي.

د اندونیزیا د نژدې ۱۷۰۰۰ ټاپوګانو زیاتره اوسېدونکي اړي دي چې په غرنیو سیمو کې ژوند وکړي.

چارواکي وايي، نژدې نیمايي وګړي د ځمکې ښویېدو له خطر سره مخامخ دي.

ورته مطالب