جاپانیان د اقتصادي ودې په هیله ټاکنو کې برخه اخلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption په دا وروستیو کې د ښاغلي ابې محبوبیت کم شوی

میلیونونه چاپاني وګړي له وخته مخکې ټاکنو کې د برخې اخیستو په موخه رایې ورکوي.

د جاپان لومړي وزیر شینزو ابې د دغو له وخته مخکې ټاکنو غوښتنه کړې چې د خپلو اقتصادي پروګرامونو په تړاو د جاپاني وګړو پام ځان ته راواړوي.

رایې ورکوونکي به د ولسي جرګې ۴۷۵ غړي وټاکي.

په دا وروستیو کې د ښاغلي ابې محبوبیت کم شوی خو دا سې ښکاري چې ملاتړی ائتلاف به ډېری څوکۍ ترلاسه کړي.

ښاغلی ابې په ۲۰۱۲ کال کې وټاکل شو او هڅه وکړه چې د خلکو د پیر او پلور د توان لپاره په لوړو او اسکناس (کاغذي پیسو) چاپولو سره د دغه هېواد اقتصاد ته وده ورکړي.

د جاپان لومړي وزیر په دا وروستیو کې د ټاکنو په تړاو په خبرو کې وویل، زه ژمنه درسره کم چې له جاپان به هغه هېواد جوړ کړم چې په نړۍ کې وځلېږي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، په اپریل میاشت کې له پنځه سلنه اته سلنې ته د پیرلو مالیات لوړېدل د مصرف کوونکو د پیر او پلور توان ضعیفه کړی او اقتصادي وده یې په ټپه درولې ده.

ښاغلی ابې هڅه کوي چې د دغو ټاکنو په ترڅ کې د هغه پروکرام شاته اچولو په اړه ټولیز ملاتړ ترلاسه کړي چې ګواکې نور مالیات به تر لس سلنه زیات شي او اټکل شوې چې دغه پروګرام به د ۲۰۱۵ کال کې ترسره شي.

په وروستۍ اونۍ کې ترسره شوې بېلابېلې نظرسنجۍ ښيي چې ښاغلی ابې او لیبرال ګونډ یې ګټونکی دی.

ورته مطالب