هند کې د دين بدلولو پر غونډې بنديز لګېدلی

د انځور حقوق AFP
Image caption ګوتنيونکي وایی هندو سخت دريځي د لومړي وزير نرېندرا مودي په مشرۍ د (بې جي پي) ګوند حکومت تر واک لاندې خپلې مټې غښتلې کوي

د هند اوتر پرادېش کې پوليس وايي هندو قومپالو ډلو ته به اجازه ورنه کړي چې د کرېسمېس پر ورځ د دين بدلولو غونډې جوړې کړي.

موهت اګروال په علی ګړ کې چې دا غونډه په کې پلان شوې وویل، د تنظيموونکو پر وړاندې به سخت ګام پورته کوي.

تېره اوونۍ د هند په اګره کې له ۵۰ زیاتې مسلمانې کورنۍ د دوی د خوښې پرخلاف هندو دين ته اوښتې وې.

دغه کسان غريبان وو، له دوی سره د خوړو او راشن کارډ ژمنې شوې وې. دوی دا هم ویل له دې نه وو خبر، چې هندو دين ته به وراوړي.

په هند کې دين بدلول قانوني کار دی خو چې زور، جبر او دوکه په کې نه وي.

دغې پېښې د هند پارلمان کې غوسه پارولې ده. د حکومت مخالف ګوند غړي وایی هندو سخت دريځي د هند یوالی او سيکولر نظام له خطر سره مخامخوي.

ګوتنيوونکي وایی هندو سخت دريځي د لومړي وزير نرېندرا مودي په مشرۍ د (بې جي پي) ګوند حکومت تر واک لاندې خپلې مټې غښتلې کوي.

په علي ګړ کې زيات مسلمانان مېشت دي او پوليسو ویلي دوي به د دين اړونې هېڅ غونډې ته اجازه ورنه کړې ځکه چې کېدی شي دا کار د قانون او نظم پر وړاندې ستونزې وزېږوي.

په علي ګړ کې د پوليسو مرستيال مشر موهېت اګروال خبريالانو ته وويل "د دسمبر پر ۲۵ مه به هېڅ ډول غونډې ته، که د دين اړولو يا دې ته وربل کوم بل څه په اړه وي، اجازه ورنه کړی شي".

پوليسو زیاته کړې چې له څلورو زيات کسان نه شي سره غونډېدی او سرغړوونکو سره به سخت چلن کېږي.

هندو سخت دريځې ډلې بجرانګ دال ګوتڅنډنه کړې که دوی ته د غونډې اجازه ورنه کړل شي، دوی به لارو کوڅو ته په احتجاجونو ووځي.

هندو ډلو مسيحان او مسلمانان په دې تورن کړي چې بېوزلي د ښه ژوند له ژمنو سره مسيحيت او اسلام ته وربولي.

په تېرو څو کلونو کې هندو سخت دريځو د دين بدلونې غونډې پيل کړې چې دوی يې د "بېرته کور ته ستنېدا" په نامه بولي.

شنونکي وایي د دين بدلونې، او بېرته رابدلونې فعاليتونه تر ډېره د ادعاوو له مخې په زور، دوکې يا ژمنو سره کېږي.