د سیډني بریدګر "ایراني چارواکو ته مطلوب کس و"

مونس د انځور حقوق AP
Image caption مونس ایران ته هم مطلوب کس و.

ایران ویلي، له تېرو څوارلسو کلونو راهیسې یې له استرالیا غوښتي، چې د سیډني د یرغمل پېښې اصلي طراح هارون مونس له خپلې خاورې وشړي، خو استرالیا تهران ته د هغه له سپارلو ډډه کړې وه.

د ایران د پولیسو مشر جنرال اسمعیل احمدي مجهدان ویلي "مونس د چل او فریب په تور مجرم او مطلوب کس دی، هارون مونس د ۱۹۹۰ کال په وروستیو کې د مالیزیا له لارې استرالیا ته تښتېدلی و. "

مونس او د هغه دوو نورو ملګرو د تېرې سې شنبې پر ګهیځ د استرالیا پلازمېنې سیډني په لینت خوړنځي کې یوشمېر کسان د ۱۶ ساعتونو لپاره یرغمل کړل. د ایران د پولیسو مشر وايي "مونس په ایران کې د منتقي په نامه مشهور و. "

مجهدان خبریالانو ته ویلي: "مونس په ایران کې د جرم کولو پرمهال د سیاحت او سفر په یوه ایجنسۍ کې کار کاوه، چې بیا وروسته مالیزیا او له هغه ځایه په جعلي نامه استرالیا ته ولاړ. "

دی زیاتوي: "استرالیا مو د مونس راسپارلو ته اړ نه شوای کړای، ځکه چې ددواړو هېوادونو ترمنځ د مجرمانو د تبادلې کوم تړون نه شته."

مونس په استرالیا کې د سیاسي پناه اخیستو غوښتنلیک وړاندې کړی و، چې بیا وروسته یې غوښتنلیک ومنل شو.

د انځور حقوق Getty
Image caption د استراليا لومړي وزير ټوني ايبټ پوښتي ولې د سيډنې پېښې ټوپکمار د هېواد په تروريستي لست کې نه و. ده زیاته کړه حکومت به پلټنه کوي چې ولې هارون مونيس په ضمانت وخوشي شوی و.

اوس مهال، استرالیايي چارواکو په دې اړه څېړنه پیل کړې، چې ایا د یرغمل د پېښې اصلي لامل څه و، او ولې مونس په ضمانت خوشی شوی و، په داسې حال کې چې هغه یوه اوږده جرمي سابقه لري، خو دوی وايي، هېڅ داسې دلیل یې نه دی موندلی چې ګني هغه له سخت دریځو اسلامپالو ډلو سره اړیکي لرل.

مونس په ۲۰۰۹ کال په افغانستان کې د وژل شویو استرالیايي عسکرو کورنیو ته له کرکې ډک لیکونه استولي وو، نوموړی په ۲۰۱۳ کال د خپلې مېرمنې په وژلو هم تورن شوی و، چې بیا وروسته په مالي ضمانت خوشی شو.

مونس د جنسي تېري له ۴۰ پېښو سره هم مخامخ دی، خو بي بي سي ته د هغه مخکني وکیل پر هغه لګول شوي تورونه رد کړي دي.

ورته مطالب