جینز پتلون مو له برېښنايي غلا ساتي

د انځور حقوق jeans
Image caption کارپوهان د انټرنېټي او برېښنايي غلاوو د ډېرېدو خبر ورکوي

د برېښنايي ویروسونو ضد پروګرام جوړوونکی شرکت پر یوه داسې جینز پتلون جوړولو کار کوي، چې د بې سیمه اشارو پټوونکي مواد به پکې ځای پرځای وي.

ددغه ډول جینز جوړول هدف دا دی چې برېښنايي معلومات له انټرنېټي غلو څخه وژغوري، ددوی د تېرنويي (پاسورډ) ماتولو توان ختم کړي.

دغه اله، چې اټکل دی پتلون کې به ځای پرځای شي، د "contactless" نوم ورکړل شوی دی.

دغه کوچنۍ میموري دا ځانګړتیا لري چې له پټ عدد داخلولو پرته د برېښنايي معلوماتو د غلا مخه ونیسي.

د انټرنېټي امنیت کارپوهان وايي، اوس انټرنېټي او برېښنايي غلاوې ډېرې شوې دي.

دغه پتلون/پرتوږ د (بیټا برنډ) په نامه پر انټرنېټ د کالیو د خرڅلاو د یوه شرکت له لوري له داسې ټوکر او سپینو زرو جوړېږي، چې د بې سیمه اشارو د تېردو مخه به نیسي.

تمه ده چې تر راتلونکې فبرورۍ میاشتې پورې دغه پتلون بازار ته راووځي.

(نارټن) شرکت له (بیټا برنډ) شرکت سره، چې مرکز یې د امریکا په فرانسیسکو کې دی، ددغه ډول پتلون او جمپر په جوړولو کې برخه اخلي چې بیه به یې ۱۵۱ ډالره وي، خو د جمپر قیمت به ۱۹۸ ډالره وي.

خو ډیسکلب شرکت بیا د پیسو یوه بسکه جوړه کړې ده، چې د بې سیمه اشارو مخه نیسي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ډیسکلب شرکت بیا د پیسو یوه بسکه جوړه کړې ده، چې د بې سیمه اشارو مخه نیسي.

د ډیسکلب شرکت مشر سایمن سټیګلز وايي: "ټکنالوژي هر هغه چا ته شته، چې غواړي له پاسورډونو ورتېر شي او معلومات غلا کړي، چې دا کار په څو ثانیو کې کولی شي."

دغه شرکت د "فراډي" په نامه داسې بکسونه هم جوړ کړي، چې د ګرځنده تیلېفون اشارو مخه نیسي، او اوسمهال پولیس دا ډول بکسونه د هغو ګرځنده تیلېفونونو په څېر کاروي، چې شکمن کسان ورباندې نیسي.

تېره میاشت بي بي سي ویلي وو، بریتانوي پولیسو ومنله چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ځینې شکمن ګرځنده تیلېفونونه شته، چې معلومات یې پاک شوي، ځکه چې دوی د امنیت له اړخه خوندي نه وو.

د الکترونیکي غلاوو کارپوه کین مونرو د بې سیمه اشارو پر ستونزو ځان خبر ګڼي، چې خپل شرکت یې د "بَن هکینګ" په نامه یوه درېشي ورته جوړه کړې وه، چې بې سیمه اشارې نه پرېږدي.

دغه دریشي له داسې کپړې جوړه شوې وه، چې اوسپنیز څیزونه پکې ګډ شوي وو، مینځل کېدای شوای، خو بیه یې ډېره زیاته لوړه وه.

مونرو له بي بي سي سره په خبرو کې وویل: "که چېرې دغه اشارې په بشپړه توګه منع نه شي کړای، نو ډېرې ستونزې به راوټوکوي، د پاسورډ له ورکولو پرته به د میمورۍ معلومات غلا کړي، چې دا موضوع ان د خلکو پر ژوند پورې اړه لري."

دی باوري دی چې یوازې جینز پتلونونه د بې سیمه اشارو د ساتنې لپاره کافي نه دي "جیبونه خوندي دي، خو زموږ درېشۍ بېلابېل ډولونه لري، چې دا ټول زموږ بدن ساتي."

دی وايي دغه ټکنالوژي د زړه د ضربان د تنظیمولو هغه اله ساتي، کله چې د غلو لاس ته ولوېږي، سړی له مرګ سره مخامخولی شي.