اسرائیلو د غزې سوېل کې بریدونه کړي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اسرائیلو د پوځ ویاند ویلي، الوتکو د حماس ترهګرې ډلې تر ځمکې لاندې پټن ځایونه په نښه کړي

د اسرائیلو جنګي الوتکو د غزې په سوېل کې دوه هدفونه په توغندیو ویشتلي دي، چې دا په تېر اګست کې د اسرائیلو تر بریدونو وروسته لوی تازه برید دی.

په تېر اګست کې اسرائیلو پر غزې ټیک پنځوس ورځې بریدونه وکړل.

اسرائیلي پوځ وايي، په برید کې یې د حماس ډلې یو مرکز په نښه کړی، چې وايي دا برید یې له غزې تراډې پر اسرائیلو د حماس د برید په غچ اخیستو کې کړی دی.

خو حماس ددغو بریدونو پړه نه ده منلې.

عیني شاهدانو ویلي، د خان یونس ښار په ختیځکې یې د یولړ چاودنو غږونه اورېدلي، چې په وینا یې غالباً د بېلابېلو فلسطیني ډلو د روزنې ځایونه په نښه شوي.

په غزه کې د بي بي سي دفتر وايي، اسرائیلو څلور توغندي د خان یونس په شمال ختیځ کې پر (القراره) ښارګوټي توغولي دي.

فلسطیني چارواکي وايي، په بریدونو کې هېچا ته زیان نه دی اوښتی.

په تېر اګست کې د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ تر اوربند وروسته، د شمېرو له مخې د اسرائیلو د نژدې اوو اونیو په بریدونو کې تر ۲۱۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي، چې زیاتره یې ولسي وګړي دي.

په یاده جګړه کې ۶۷ اسرائیلي پوځيان او شپږ اسرائیلي ولسي وګړي وژل شوي وو.

د انځور حقوق AFP
Image caption حماس ددغو بریدونو پړه نه ده منلې

اسرائیل ادعا کوي، چې د تېرې جمعې په ورځله غزې نه اسرائیلو کې د عسقلان سیمې پر یوه شاړه ځمکه لګېدلی، چې مرګ ژوبله یې نه درلوده.

تر اوسه ددغه برید کومې فلسطینۍ ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

د تېرې جمعې پر ماخوستن ناوخته او د شنبې پر ګهیځ اسرائیلي جنګي الوتکو ایف ۱۶ الوتکو د غزې پر اسمان الوتنې کولې.

د اسرائیلو د پوځ ویاند ویلي، الوتکو د حماس ترهګرې ډلې تر ځمکې لاندې پټن ځایونه په نښه کړي دي.

ورته مطالب