امریکا: پر سوني پکچرز انټرنېټي برید جدي ستونزه ده

Image caption سوني دمرکې، نومي فلم نندارې ته وړاندې کول لغو کړل

د امریکا متحد ایالتونه وايي، پر فلمي کمپنۍ سوني پکچر انټرنیټي برید د دغه هېواد ملي امنیت ته یو ګواښ دی.

د دغه برید له کبله یاد شرکت د مرکې، نومي فلم نندارې ته وړاندې کول لغو کړل.

د سپینې ماڼۍ ویاند وايي، دغه برید د ده په وینا ماهرو لوبغاړو تر سره کړی، خو هغه د شمالي کوریا نوم یاد نه کړ.

د دغه فلم خیالي کېسه کې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اوون وژل کېږي.

سپينې ماڼې ويلي دي چې د سوني کمپنۍ پرانځورونو سايبري بريد د امريکا د ملي امنيت لپاره يوه جدي مساله ده.

سپينه ماڼۍ وايي شواهد ښيي چې بريد د ورانۍ په موخه د هغه چا له لوري شوى چې ماهر لوبغاړى بلل شوى دى.

خو د شمالي کوريا نوم يې نه دى اخيستى. تر دې وړاندې سوني اعلان وکړ چې د شمالي کوريا د مشر کيم جونګ اوون د وژلو پر دسېسې جوړ شوى کميډي فلم به د نړۍ په هېڅ ځاى کې نندارې ته وړاندې نه شي.

هېکرانو ګواښ کړى چې که فلم خپور شي، نو تاوتريخوالي ته به لاس واچوي.

سپېنې ماڼې پر سوني کمپنۍ سايبري بريد د امريکا ملي امنيت لپاره يوه جدي مساله بللې ده.