اروپايي پارلمان غړو د فلسطیني دولت جوړېدو پلوي کړې

Image caption پارلمان د دغو غړو انځور، چې د فلسطیني دولت په ملاتړ د رای ستاینه کوي، په ټویټر خپور کړ

په ستراسبورګ کې د اروپايي پارلمان د عمومي غونډې ترڅنګ دا ځلې د یهودانو د هانوکا رخصتۍ ورځ لمانځل کېده، سندرې ویل کیدې، موسیقي وه او پریمانه خواړه وو.

خو د غونډې د برخه والو پام ژر د فلسطین سیاسي مسلې ته را واوښت. اروپايي پارلمان د فلسطیني دولت د جوړېدو په پلوۍ رایه ورکړه او په اصولو کې ېې فلسطین د یو دولت په توګه په رسمیت وپیژاند. ۴۹۸ رای موافقې او ۸۸ مخالفې وې.

د غونډې ګډونوالو د دې پرېکړې په ویاړ چکچکې وکړې. ډېرو احساس کاوه چې دا یوه تاریخي شېبه ده. دا لومړی ځل دی چې اروپايي پارلمان په دې مسله کې یو رسمي دریځ غوره کړی دی.

د اروپايي اتحادیې څو تنو مامورینو حیرانتیا څرګنده کړه چې پنځو اصلي سیاسی ډلو، په تېره بیا محافظه کارانو او سوسیالیستانو، په دې مسله کې یو واحد نظر درلود. المانانو ته هم قناعت ورکول سخت و.

د سوسیالیستانو د ډلې د بهرنیوچارو ویاند، ریچرډ هو ویت، چې پر دې مسله یې د رایو اچولو وړاندیز کړی و وویل:

"شل کاله کېږي چې زه د اروپايي پارلمان غړی یم. په دې موده کې دا تر ټولو سختې مذاکرې وې چې ما ترسره کړې."

ښاغلي هو ویت دا پروسه د سولې خبرو اترو سره تړلې وبلله او ویې ویل چې موږ یوازې په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې یوې موافقې ته ورسیدو او په دې بهیر کې د پردې تر شا خبرې، شخصي برېښنالیکونه، د رخصتۍ په ورځو تیلیفونونه او ان یو ګیلاس ویسکي هم شامل و.

په رسمیت پیژندلو هڅې

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د فلسطینیانو د حقونو په پلوۍ په روانې میاشتې کې په رام الله کې یوه مظاهره وشوه

د اروپايي پارلمان غړو په اصولو کې د فلسطیني دولت په رسمیت پیژندلو او د دوو دولتونو د حل لارې په پلوۍ رای ورکړې، په دې معنا چې بیت المقدس به د دواړو دولتونو پایتخت وي.

د موافقتنامې په متن کې دا هم راغلي چې د نړیوال قانون له مخې په فلسطیني سیمو کې د اسرایلو له خوا د کورونو جوړول غیر قانوني دي او پر اروپايي اتحادیې غږ شوی چې منځني ختیځ د سولې په بهیر کې د اسانتیاو برابرولو لپاره رول ولوبوي.

د فلسطیني دولت په رسمیت پیژندلو لپاره خوځښت ورځ په ورځ پیاوړی کېږي. په تېرو څو میاشتو کې د بریتانیا، ایرلینډ جمهوریت او فرانسې پارلمانونو د فلسطیني دولت د جوړېدو په پلوۍ رای ورکړې دي.

خو البته دا رای کوم اجرایي قوت نه لري. سویډن یو ګام مخ ته واخیست او په رسمي توګه یې د فلسطین دولت ومانه.

اسرایلو پر دغو اقداماتو نیوکه وکړه او ویې ویل چې په دې ډول د دولت په رسمیت پیژندل به فلسطینیان وهڅوي چې د وروستي دریځ د لوزنامې په اړه خبرې اترې بیا پیل نکړي.

واضحه ده چې اروپايي پارلمان نه غواړي شاته پاتې شي. ان زرغون ګوندونو او کیڼ اړخو هم د دې وروستۍ پرېکړې په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

د اروپايي پارلمان لپاره د هنګري استازې، تاماس میزیریکس چې د زرغون ګوندونو په استازیتوب يې په مذاکراتو کې برخه درلوده وايي:

"هیله من یم چې دا پرېکړه به د اسرایلو او فلسطینیانو تر منځ د لانجې په هکله د اروپايي ستراتېژۍ بنسټ وګرځي."

هغه وویل هیله من دی چې اروپايي اتحادیه په راتلونکې کې په دې مسله کې نور ډېر سیاسي رول ولوبوي.

که څه هم د اروپايي پارلمان دا رایه کوم اجرايي قوت نه لري خو نړیوالې ټولنې ته یو قوي پیغام لېږي. فلسطیني مامورین وايي د ملګرو ملتونو په سازمان کې به د فلسطیني دولت جوړولو لپاره خپلې هڅې پیاوړې کړي او شک نشته چې د اروپا دا ملاتړ به د دوی هدف سره مرسته وکړي.

ورته مطالب