یوه وسله وال د نیویارک دوه پولیس وژلي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption یو وژل شوی پولیس اسیايي الاصله او بل د لاتینې امریکا دی

د امریکا نیویارک ښار کې یوه وسله وال دوه پولیس د هغوی په موټر کې د ګزمې پرمهال په ډزو وژلي او بیا یې خپل ځان هم وژلی دی.

ولسمشر بارک اوباما د پېښې په اړه خبر کړل شوی دی.

د سپنیې ماڼۍ چارواکي ویلي، د پېښې په اړه یې بېړنۍ څېړنه پیل کړې ده. د نیویارک د پولیسو د ادارې استازي بل براټن ویلي پولیس "د هغوی د دندې له کبله په نښه شوي دي. "

چارواکو ویلي، وسله وال تر برید وروسته د اورګاډي یوه تمځي ته ننوتلی، او هلته یې خپل ځان وژلی دی.

پولیسو سیمه کلابنده کړې او پلي تېرېدونکې خلک هم نه پرېږدي.

د انځور حقوق Getty
Image caption پولیسو سیمه کلابنده کړې او پلي تېرېدونکې خلک هم نه پرېږدي.

پولیس وايي وژل شوي افسران د لیو وینجین او رافایل راموس په نومونو دي.

اټکل دی، چې وژل شوی ۲۸ کلن اسمعیل برینزلي دی.

د پولیسو یوه مرستیال مفتش مایکل دیدو پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي "موږ خپلو هغو وژل شویو ملګرو ته دعاګانې کوو، چې نن د دندې پرمهال په بروکلین کې ووژل شول. "

په ۲۰۱۱ کال هم نیویارک کې یو افسر په ډزو وژل شوی و.

دا پېښه تر هغې پېښې وروسته شوې ده، چې یوه سپین پوستي پولیس یو بې وسلې کس په ډزو وژلی و، چې په لړ کې یې خلک راوپارېدل.

د انځور حقوق Reuters

تر دې پېښې وروسته د امریکایانو او افریقایانو ترمنځ ترینګلتیا رامنځ ته شوه.

څو ورځې وړاندې د امریکا پېنسلوانیا ایالت کې یوه کس شپږ کسان وژلي وو او درې نور یې ټپیان کړي وو.

ورته مطالب