الباجي قائد السبسي د تونس ولسمشر شو

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د تونس د ټاکنو عالي کمیسیون اعلان وکړ، چې الباجي قائد السبسي د تونس ولسمشریزې ټاکنې وګټلې. د "نداء تونس" دغه مشر د ټول ټال رایو ۵۵.۶۸ سلنه وګټلې.

د "النهضت" ګوند مشر راشد الغنوشي السبسي ته د بریا مبارکي ویلې ده.

د السبسي ټاکنیز سیال او مخکني لنډمهالي ولسمشر منصف المرزوقي په هېواد کې له تاوتریخوالي د ډډې کولو غوښتنه کړې ده.

د ټاکنو د ورځې حال

په تونس کې د ولسمشرۍ ټاکنو ددویم پړاو رای اچونې تر بهیر وروسته، السبسي په ټاکنو کې ورا د مخه ځان ګټونکی اعلان کړی، خو ټاکنیز سیال منصف المرزوقي وايي، تر اوسه رسمي پایلې لا نه دي اعلان شوې.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters
Image caption که څه هم رسمي پایلې نه دي اعلان شوې، خو د سبسي پلویان د هغه د بریا د ادعا په خوشحالۍ کې راوتلي.
د انځور حقوق AP

د تونس د ټاکنو کمیسیون له ځینو جرګه ګیو راوتلي خبرونه وايي، السبسي ۵۴ سلنه رایې ګټلې دي، خو لاهم د رای شمېرنې بهیر روان دی او وروستۍ رسمي پایلې تر اوسه نه دي اعلان شوې.

دغه کمیسیون دا هم ویلي، چې په دویم پړاو ټاکنو کې د خلکو ګډون ډېر و.

په تونس کې وګړي د ولسمشر د ټاکلو لپاره په دویم پړاو ټاکنو کې رایې اچوي، چې دا د دغه هېواد په تاریخ کې لومړۍ دیموکراتیکې ټاکنې ګڼل کېږي.

په روانو ټاکنو کې نژدې ۵.۳ میلیونه تونسي وګړي د رای اچونې حق لري، چې لنډمهالي ولسمشر محمد منصف المرزوقي او قومندان باجي السبسي ته رایې ورکوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ګڼ څارونکي پر دې اند دي چې تونس په سیمه کې د دیموکراسۍ لپاره یوه ښه بېلګه ده.

السبسي د (نداء تونس) یا (تونس غږ) ګوند مشر دی.

دواړو کاندیدانو په لومړي پړاو کې لوړې رایې ګټلې وې، خو یوه هم د ولسمشرۍ لپاره ټاکل شوې رایې پوره نه کړی شوې.

ددغو ټاکنو پرمهال په تونس کې ټینګ امنیت نیول شوی، او د ممکنه بریدونو د مخنیوي لپاره د هېواد په هره برخه کې امنیتي ځواکونه ځای پرځای شوي او د رای اچونې مرکزونو ټینګ امنیت نیول شوی دی.

په دې ټاکنو سره به په منځني ختيځ کې د عرب پسرلي له پیلېدا وروسته تونس هغه لومړنی عربي هېواد وي، چې په دیموکراتیک ډول واک له یوه ولسمشر نه بل ته لېږدي.

دا ټاکنې د پخواني ولسمشر زین العابدین بن علي پروړاندې تر څلور کلن ولسي پاڅون وروسته ترسره کېږي.

تونس وړاندې نوی اساسي قانون جوړ کړ، او په تېر اکتوبر کې یې پارلماني ټاکنې وکړې.

ګڼ څارونکي پر دې اند دي چې تونس په سیمه کې د دیموکراسۍ لپاره یوه ښه بېلګه ده.

ښکاري چې دغه ټاکنې د بن علي د پخواني نظام د یوه مخکني مسؤول او اوسني لنډمهالي ولسمشر (المرزوقي) ترمنځ – چې د ۲۰۱۱ کال د پاڅون ملاتړی و، واک ته د رسېدو په برخه کې ټینګه سیالي ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ۶۷ کلن منصف المرزوقي په نسبتاً بې وزله او سوېلي سیمو کې ډېر ملاتړي لري
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ۸۸ کلن السبسي د تونس په بډایه او ساحلي سیمو کې له ډېرو ملاتړو برخمن دی، چې د پخواني دیکتاتوري نظام په چوکاټ کې د دفاع، کورنیو چار او بهرنیو چارو وزیر پاتې شوی دی.

محدود واکونه

۸۸ کلن السبسي د تونس په بډایه او ساحلي سیمو کې له ډېرو ملاتړو برخمن دی، چې د پخواني دیکتاتوري نظام په چوکاټ کې د دفاع، کورنیو چار او بهرنیو چارو وزیر پاتې شوی دی.

هغه د ټاکنو په لومړي پړاو کې په سلو کې نژدې ۳۹ رایې ګټلې وې.

السبسي هغه نیوکې نه مني، چې ګني نظام کې د پخواني نظام د واکمنانو ځای پرځای کولو لپاره هلې ځلې کوي.

دی وايي، په کافي اندازه دومره تجربه لري، چې هېواد اداره کړای شي.

خو د هغه ۶۷ کلن ټاکنیز سیال المرزوقي د بشري حقونو په برخه کې یو وتلی فعال دی، چې تر کودتا مخکې یې ګڼ کلونه په تبعید کې تېر کړي وو.

نظرسنجونې ښيي، چې هغه په نسبتاً بې وزله سیمو کې ډېر ملاتړي او محبوبیت لري.

د انځور حقوق AFP
Image caption اټکل دی، چې په دې ټاکنو کې به ډېر وګړي ګډون وکړي
د انځور حقوق AFP
Image caption تونس کې د ټاکنو پرمهال ټینګ امنیت نیول شوی

نوموړي د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړي پړاو کې نژدې ۳۳ سلنه رایې ترلاسه کړې وې.

المرزوقي وايي، که چېرې یې سیال السبسي بریالی شي، نو د "یاسمین پاڅون" هغه لاسته راوړنې به په سین لاهو کړي، چې په لړ کې یې بن علي وتښتېد چې اوس د تبعید شپې ورځې تېروي.

خو ګڼ ګوتنیوونکي د المرزوقي مشري د اسلامي ګوند له حکومت او تېروتنو سره تړلې بولي.

د السبسي په مشرۍ د (نداء تونس) ګوند له (اسلامي نهضت) ګوند سره یوځای د هغې شخړې په ختمولو وتوانېدل، چې په لړ کې یې تېر کال دوه سیکولر مشران ووژل شول.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د نوي اساسي قانون پربنسټ، ولسمشر د دفاع او بهرني سیاست په برخه کې له محدودو واکونو پرته نور صلاحیت نه لري.
د انځور حقوق EPA
Image caption په روانو ټاکنو کې نژدې ۵.۳ میلیونه تونسي وګړي د رای اچونې حق لري، چې لنډمهالي ولسمشر محمد منصف المرزوقي او قومندان باجي السبسي ته رایې ورکوي.

نهضت ګوند د روان کال په لومړی کې د لنډمهالي حکومت پروړاندې کارپوهانو ته لاره پرانیسته، چې ټاکنې دې وشي.

خو اسلامپال لاهم په نوي پارلمان د دویم لوی بریالي شوي ګوند په توګه یو لوی قوت ګڼل کېږي.

د نوي اساسي قانون پربنسټ، ولسمشر د دفاع او بهرني سیاست په برخه کې له محدودو واکونو پرته نور صلاحیت نه لري.

په تونس کې نوی پارلمان چې د نداء تونس له خوا اداره کېږي، په اصل کې د نوي ولسمشر او وزیرانو د ټاکلو بنسټ ګڼل کېږي.

ورته مطالب