چين د پخواني ولسمشر مرستيال په اړه پلټنې پيل کړې

د انځور حقوق Getty
Image caption د چين حکومت د پخواني ولسمشر د مرستيال په اړه پلټنه پيل کړې ده

د چين دولتي رسنۍ وايي حکومت د پخواني ولسمشر هو جينتاو د جګپوړي مرستيال په اړه پلټنه پيل کړې ده.

د شينوا خبري ايجنسۍ ویلي لينګ جيهوا له "نظم د سرغړونې" په اړه تورن شوی، چي تر ډېره دا خبره له فساد سره په تړاو يادېږي.

دی په ۲۰۱۲ کال کې کله يې چې زوي خپل فراري موټر په بېجينګ کې ټکر کړ له دندې ګوښه کړل شو. خبريالان وايي دغه پلټنې ښيې چې اوسني ولسمشر شي جېنپينګ د خونديتابه احساس کوي چې ان د خپل سلف باوري مرستيالان ونيسي او پلټنې تر وکړي.

شي جېنپېنګ د ۲۰۱۲ کال اوکتوبر کې د کمونست ګوند او بيا د ۲۰۱۳ کال مارچ کې د چين د ولسمشر په توګه وګومارل شو. د واک له لېږد راهيسې يې د درغليو او فساد سره په تړاو کړو وړو ځپلو کلک ګامونه اخيستي او ګوتڅنډنه یې کړې چې دا يې د ګوند پايښت ګواښلی شي.

له هغې رسوايۍ مخکې چې زوی يې په کې ښکېل و، ښاغلی لېنګ تر دېره داسې کس ګڼل کېده، چې د ګوند د سياسي بيرو ته به لوړ کړی شي.

د دې پر ځای دی د مرکزي کمېټې له عمومي دفتره، چې په عمل کې د چين د ولسمشر د دفتر مشر ګڼل کېږي، لرې کړی شو، او د کاګرو متحدې جبهې څانګې د کم اغېز مشر په توګه وګومارل شو.

د هغو کسانو پېژوندګلوي چې د فراري موټر د ټکر پېښه کې ښکېل وو، هېڅ ونه ښودل شوه او پر ټولنيزو پاڼو د پېښې په اړه خبرې او بحثونه هم د سانسوروونکو له خوا بند شول.

خو راپورنه ښي چې د ښاغلي لېنګ زوی د دې پېښې کې د ټکر موټر چلاوه او دوه تنه سپرلۍ يې هم نيمه بربنډې ښځې وې. پر ښاغلی لېنګ تور لګېدلی چې د دې رسوايۍ د پټولو هڅه يې کوله.

ورته مطالب