اسپانوۍ شهزادګۍ د فساد په تور محاکمه کېږي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption وړاندې شهزادګۍ او د هغې مېړه اناکي اوردانګارین ویلي وو، چې پر دوی د فساد لګېدلي تورونه بابیزه دي.

په اسپانیا کې یوه قاضي په مالیو کې د فساد په تور د پاچا د لور شهزادګۍ کریسټینا د محاکمه کولو امر کړی دی.

د فساد دغه تورونه د هغې د مېړه د یوې سوداګریزې معاملې له کبله دي.

دا لومړی ځل دی، چې د واکمنې کورنۍ یوه غړې د فساد له کبله زنداني او محاکمه کېږي.

وړاندې شهزادګۍ او د هغې مېړه اناکي اوردانګارین ویلي وو، چې پر دوی د فساد لګېدلي تورونه بابیزه دي.

پر اوردانګارین د میلیونونو ډالرو د فساد تور دی.

د اسپانیا پالما مجورکا کې څارنوالانو ویلي، د ښاغلي اوردانګارین د سپورت بنسټ عامې پیسې په ناسم ډول لګولې دي.

پر اوردانګارین د نژد ې۷.۵ میلیون ډالرو فساد تور دی، چې د خپل خیریه (نوس انستېتوت) د خیرښېګڼې پر چارو یې لګولي دي.

۴۹ کلنه شهزادګۍ کریسټینا هم د ۲،۶ میلیون پاونډ په فساد تورنه ده. نوموړې د پاچا درېیم فیلیپ لور ده، او د مخکني پاچا خوان کارلوس کشره لور ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption ۴۹ کلنه شهزادګۍ کریسټینا هم د ۲،۶ میلیون پاونډ په فساد تورنه ده. نوموړې د پاچا درېیم فیلیپ لور ده، او د مخکني پاچا خوان کارلوس کشره لور ده.

د فساد دغه تورونه د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو له سوداګریزو معاملو سره تړاو لري.

پر ښاغلي اوردانګارین او بیا د هغه پر سوداګریز شریک دیګو توریس تور دی چې د نوس انستیتوت په ګټه یې پیسې لګولې دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption پر ښاغلي اوردانګارین او بیا د هغه پر سوداګریز شریک دیګو توریس تور دی چې د نوس انستیتوت په ګټه یې پیسې لګولې دي.