ایران: په کورونو کې د بهرنیو مېرمنو کار کول ممنوع دي

د انځور حقوق GETTY

د ایران د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، د استوګنې په کورونو کې د بهرنیو مېرمنو، په تېره بیا د فلیپیني ښځینه خدمتګارانو کار کول ناقانونه عمل بللی دی.

ددغه وزارت د بهرنیو وګړو په کار ګومارلو مدیر علي اقبالي ویلي، په ایران کې فلیپیني یا د نورو هېوادنو مېرمنو ته د کار اجازه نه ده ورکړل شوې او وايي: "که په کورونو کې د خدمې په عنوان پر کار وګومارلې شي، له سرغړونوکو سره به قانوني چلند وشي".

نوموړي خبرداری ورکړ، هغه کسان چې بهرنۍ مېرمنې په کورونو کې په کار وګوماري قضايي مراجعو ته به معرفي شي.

د بهرنیو وګړو په کار ګومارلو مدیر دا څرګنده کړه چې د بیا بیا تکرار په ترڅ کې به هغه کسان چې بهرنۍ مېرمنې په کورونو کې په کار ګوماري له ۹۱ تر تر ۱۸۰ ورځو پورې زنداني شي.

فیلیپیني چارواکي اټکل کوي چې شاوخوا ۲ میلیونه وګړي یې په منځني ختیځ کې په کار بوخت دي.

له دغې ډلې څخه یې یو شمېر فلیپینۍ مېرمنې دي چې په سعودي عربستان، عربي متحده امارات، قطر، عمان، لبنان، عراق او ایران کې کار کوي.

په ایران کې یو شمېر کورنۍ فلیپیني مېرمنې په کار ګوماري چې ځینې د ماشومانو په ساتنه او د کور په کارونو بوختې وي.

ورته مطالب