الکترونیکي مطالعه "خوب او روغتیا ته زیان رسوي"

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کارپوهانو ویلي انسانان باید د شپې له خوا له ډېرې رڼا ځان وساتي.

ډاکټران وايي له خوب وړاندې په الکترونیکي شیانو لکه موبایل او کمپیوټر کې مطالعه کېدای شي د انسان روغتیا او خوب ته زیان ورسوي.

په هاروارډ کې یوې ډلې ډاکټرانو څیړنه کړې او په الکترونیکي شیانو کې چې ډیره رڼا لري او د کاغذ پرمخ لیکل شوي کتاب ترمنځ مطالعه یې پرتله کړې ده.

پایله داسې ده چې په الکترونیکي شیانو کې مطالعه خوب ځنډنی کوي، چې له امله انسان د نا آرامۍ احساس کوي او له خوبه چې پاڅېږي نو د ډېرې ستړیا احساسوي.

کارپوهانو ویلي انسانان باید د شپې له خوا له ډېرې رڼا ځان وساتي.

خو تر ویدېدو مخکې تېزې رڼا ته د پاتې کېدو په اړه اندېښنه ښوول شوې ده.

ډاکټران وايي، د الکترونیکي څیزونو د ښیښې رڼا د "میلاتونین" په نامه د هغه هورمون مخه نیسي او یا یې اندازه کموي، چې د خوب راوستو دنده لري.

په دې څېړنه کې ۱۲ کسانو د دوو اونیو لپاره کار کړی دی.

پر هغو کسانو چې دغه څېړنه شوې ده، ټیک پنځه شپې یې په الکترونیکي څیزونو (لکه ورونپاسي – لپ ټاپ کمپیوټر او یا آیپډ/آیپاډ) کې مطالعه کړې او پنځه نورې شپې یې چاپ شوي کاغذي کتابونه لوستي دي.

د دوی د وینې معاینو وښوده، چې په الکترونیکي څیزونو کې تر خوب کولو مخکې د مطالعې پرمهال د "میلاتونین" هورمون په منظم ډول ټیټ شوی دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ډاکټران وايي، د الکترونیکي څیزونو د ښیښې رڼا د "میلاتونین" په نامه د هغه هورمون مخه نیسي او یا یې اندازه کموي، چې د خوب راوستو دنده لري.

دغه کسان به د خوب ورتلو لپاره ډېر وخت انتظار ایسته، خو ژور خوب یې ورک شوی و، کله به چې له خوبه راپاڅېډل، نو د ستړیا احساس به یې کاوه.

صحي خوب

د بریتانیا ساري پوهنتون کې پر بدن د رڼا د اغېز یوې څېړونکې ډاکټرې ویکتوریا ریفل بي بي سي ته ویلي: "دا یوه ډېره ښه څېړنه ده، باوري یم چې دا موږ ته ډېر اهمیت لري".

نوموړې زیاتوي: "باید خلکو ته سپارښتنه وکړو چې د شپې مهال د الکترونیکي څیزونو (چې رڼا خپروي) کارول کم کړي، په تېره بیا زلمیان باید له دې کاره ډډه وکړي، ځینې کسان خپل ځیرمن تیلیفونونه او کمپیوټرونه د شپې تر ناوخته کاروي."