سوریه کې بمباریو د "اسلامي دولت" تر "۱۰۰۰ ډېر جنګیالي" وژلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د امریکا هغه پوځي شمېرې، چې رویټرز خبري اژانس خپرې کړې دي، ښيي چې امریکا په سوریه کې د تېر دسمبر میاشتې له ۱۵ راهیسې ۴۸۸ هوايي بریدونه کړي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د تېرو درو میاشتو پرمهال په دغه هېواد کې د "اسلامي دولت" تر "زرو ډېر جنګیالي" وژلي، چې دېری یې بهرنیان دي.

دغه بنسټ په سوریه کې د روانې جګړې په اړه څارنیز رپوټونه چمتو کوي، چې وايي له "اسلامي دولت" سره زیاتره یوځای شوي بهرنیان جنګیالي دي.

یاد بنسټ وايي، په دغو بریدونو کې تر ۵۰ ډېر ولسي وګړي وژل شوي، چې ډېری بریدونه د سوریې په شمال او ختیځو سیمو کې شوي دي.

د یاد بنسټ مشر رامي عبدالرحمن وايي، سوري فعالانو ته ستونزمنه ده، چې د وژل شویو هویت ومومي، ځکه چې "اسلامي دولت" پخپلو لیکو کې د وژل شویو خبرونه پټ ساتي.

د امریکا هغه پوځي شمېرې، چې رویټرز خبري اژانس خپرې کړې دي، ښيي چې امریکا په سوریه کې د تېر دسمبر میاشتې له ۱۵ راهیسې ۴۸۸ هوايي بریدونه کړي.

دوی وايي، په عراق کې د "اسلامي دولت پروړاندې د امریکا د بریدونو کره شمېره او تلفات نه لري.

د امریکا پوځ د تېرې سې شنبې په ورځ وویل، د ایتلافي ځواکونو الوتکو په بېلابېلو سیمو کې د "اسلامي دولت" ډلې پر جنګیالیو ۱۰ بمبارۍ کړې دي.

اووه بریدونه په سوریه او درې په عراق کې شوي دي.

"اسلامي دولت" ډله د عراق او سوریې پر ګڼو مهمو سیمو واکمنه ده، چې د "اسلامي خلافت" د پلي کولو په پلمه جنګېږي.

دغې ډلې وړاندې له ګڼو بهرنیو خبریالانو او وګړو سرونه غوڅ کړي، او د سوریې او عراق ګڼ پوځيان یې په ډله ییز ډول وژلي دي.

ورته مطالب