اسلامي دولت ډلې سوریه کې اردنی پیلوټ نیولی

د انځور حقوق RAQQA MEDIA CENTER
Image caption دغې اورپکې ډلې د پیلوټ، چې نوم یې معاذ یوسف الكساسبة ښودل شوی، عکسونه هم خپاره کړي دي.

د اردن پوځ منلې چې د اسلامي دولت نومې ډلې اورپکو د دوی د یوې جنګي الوتکې له رالوېدو وروسته د الوتکې پیلوټ نیولی دی.

اسلامي دولت نومې اورپکې ډلې ادعا کړې چې دغه جیټ الوتکه دوی د رقه په ښار کې د یوه توغندي په مټ را غورځولې ده.

دغې اورپکې ډلې د پیلوټ، چې نوم یې معاذ یوسف الكساسبة ښودل شوی، عکسونه هم خپاره کړي دي.

دا د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو لومړۍ الوتکه ده چې په سپتمبر میاشت کې د هوايي بریدونو له پیل راهیسې د اسلامي دولت ډلې تر ولکې لاندې سیمه کې ورکېږي.

اردن یو له هغو څلورو عربي هېوادونو له ډلې دی چې په سوریه کې یې د اسلامي دولت ډلې پر هدفونو بمبارۍ کړې دي.

د اردني پیلوټ د نیولو خبر د اردن حکومتي خبري اژانس پیټرا له خوا تاید شوی دی.

یوې پوځي سرچینې ویلي:

"د چارشنبې پر ورځ د رقه په سیمه کې د اسلامي دولت ترهګرۍ ډلې پر پټنځایونو د ګڼو اردني هوايي ځواکونو الوتکو د یوه ماموریت پر مهال، یوه الوتکه لوېدلې او پیلوټ یې نیول شوی دی".

سرچینې زیاته کړې: "اردن دغه ډله او ملاتړي یې د پیلوټ د خوندیتوب او ژوند مسول ګڼي".

سرچینې د پیلوټ نوم نه دی څرګند کړی خو د پیټرا خبري اژانس په خپل رپوټ کې د الكساسبة عکس خپور کړی دی.

دا لا مالومه نه ده چې دغه اردنۍ جېټ الوتکه د تخنيکي ستونزو له کبله را لوېدلې او که په واقعي ډول د اسلامي دولت ډلې دفاعي ځواک را غورځولې ده.

د اسلامي دولت ډلې پلوی رقې رسنیز مرکز هم پر خپل فیسبوک پاڼه یو انځور خپور کړی چې وسله وال کسان په ظاهره پیلوټ له یوه سیند څخه را وباسي.

تر دې مخکې، سوري فعالانو ویلي وو د "اسلامي دولت" جنګیالیو په شمالي رقه ښار کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف یوه جنګي چورلکه راغورځولې ده.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي وو، باور کېږي چې دغه چورلکه د کوم عربي هېواد وي، خو لاهم د الوتکې د پیلوټ په اړه معلومات نشته.

ورته مطالب