پاکستان د ترهګریزو قضیو لپاره پوځي محکمې جوړوي

د انځور حقوق

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځي د اورپکو تر هغه خونړي برید وروسته، چې لږترلږه ۱۵۲ کسان پکې ووژل شول، پاکستان هوډ کړی، چې د ترهګریزو قضیو او د ترهګرو د محاکمه کولو لپاره پوځي محکمې جوړې کړي.

د تېرې اونۍ په دغه خونړي برید کې لږترلږه ۱۳۳ زده کوونکي ووژل شول.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي، دا پرېکړه یې ددې لپاره کړې ده، چې "ترهګر پوی شي د خپلو ناوړه اعمالو سزا به ارومرو ګوري."

د پاکستان ګڼ ګوندونه د ترهګرۍ د مخنیوي په تړاو تر اوږدو خبرو وروسته، دې پایلې ته رسېدلي، چې پوځي محاکمې دې جوړې شي.

ښاغلي شریف پخپله ددغو خبرو مشري کوله، چې د ډېری پاکستاني ګوندونو استازو هم ګډون پکې درلود.

هغه د جلسې تر ختمېدا وروسته خبریالانو ته وویل، دا د پاکستان لپاره یوه تاریخي پرېکړه ده، خو ددغو محاکمو د جوړېدو په تړاو یې نور جزییات وړاندې نه کړل.

د انځور حقوق EPA
Image caption د پېښور خونړي برید ټول پاکستانی ولس غمجن کړ
د انځور حقوق AFP

وړاندې هغه ویلي وو، چې هېواد یې له یوه خاص وضعیت سره مخامخ دی، همدا ده چې خاصو تدابیرو نیولو ته اړتیا ده:

"که چېرې موږ همدا اوس لاس په کار نه شو، دغه خلک او تاریخ به م ونه بښي."

ښاغلي شریف پاکستاني سیاستوالو ته خبرداری ورکړی چې نور د انتظار وخت تېر شوی، چې د یوې بلې غمیزې د پېښېدو تروخته لاس تر زنې کښېني.

یوه بله پرېکړه دا هم شوې ده، چې ترهګرو کړیو او ډلو ته د مالي تمویل سرچینې بندې کړي.

د انځور حقوق EPA
Image caption نواز شریف ویلي، پاکستان د پېښور تر هغه برید وروسته بدل شوی، چې د د ۱۳۳ زده کوونکو په ګډون ۱۵۲ کسان پکې ووژل شول
د انځور حقوق EPA

د حکومت د مخالف ګوند مشر سید خورشید شاه ویلي، دا ډول پوځي محکمې به د دوو کلونو لپاره جوړې شي.

نوموړي د فرانسې له خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي "یوازې ترهګر به په دې محکمو کې محاکمه کېږي، نه هغه کسان چې په سیاسي جرمونو تور شوي."

پېښور کې پر ښوونځي د برید په تړاو پاکستان اته ورځې وړاندې تر اوسه پورې شپږ کسان اعدام کړل.

د انځور حقوق EPA
Image caption پاکستان لاهم د پېښور د برید له کبله په غم کې دی.
د انځور حقوق AFP

د پاکستان پوځ د هېواد په شمال لوېدیځو قبایلي سیمو کې د اورپکو پرضد عملیات هم وکړل، چې څو ځلې یې د لسګونو اورپکو د وژلو ادعاوې وکړې.

ښاغلي شریف ویلي: "د پېښور تر غمیزې وروسته، پاکستان بدل شوی، نور به په دې هېواد کې د ترهګرو پروړاندې له سختۍ کار اخیستل کېږي."

ورته مطالب