چین د مسیحیت د نفوذ په اړه خبرداری ورکړی

د انځور حقوق Reuters
Image caption ځینو پوهنتونونو هم په تېرو میاشتو کې دا هڅې کړې چې زده کوونکي د کریسمس د جشن له لمانځلو منع کړي

د چين د مذهبي چارو د ادارې مشر په دغه هېواد کې د مسیحیت د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی.

ونګ زوئن د جمعې په ورځ (دسمبر ۲۶) وویل، د چین خلک باید د هغو پردیو خلکو مخه ونیسي او پر وړاندې یې مقاومت وکړی شي چې هڅې کوي د مسیحیت له لارې د دوی په هېواد کې نفوذ پیدا کړي.

د چين د مذهبي چارو د ادارې مشر دا خبرداری په داسې حال کې ورکوي چې په وروستۍ اونۍ کې د چین په ځینو برخو کې د لویدیځوالو په بڼه کریسمس ولمانځل شو او په وړاندې یې سخت مخالفت وښودل شو.

ځینو پوهنتونونو هم په تېرو میاشتو کې دا هڅې کړې چې زده کوونکي د کریسمس د جشن له لمانځلو منع کړي.

له دې سره هم مهاله د چین دولت د خپل لرغونو مذهبي دودونو د پراخولو لپاره د لازیاتو هڅو خبر ورکړی.

ورته مطالب