تیلیفوني ځورونې بس کړئ، که نه ۲۶ کاله به بندي شئ

د انځور حقوق b

پاکستان کې یوه سړي ته له دې کبله ۲۶ کاله زندان سزا ورکړله شوې، چې وايي د ګرځنده ټیلیفون له لارې یې دروغ اوازې خپرولې.

د پنجاب ایالت ملتان ښار کې محکمې ته ویل شوي، چې ۳۰ کلن محمد یوسف پولیس ته ټیلیفون کې ویلي و، چې یوه بازار او د ماشومانو پارک کې یې بمونه ځای پر ځای کړي دي.

خو وايي، کله چې پولیسو پلټنې وکړې، معلومه شوه، چې هلته بمونه نه وو ځای پر ځای شوي.

د پولیسو په وینا د دوی معلومات ښيي، چې محمد یوسف له یوه بل کس سره کاروباري جګړه درلوده او د هغه غلا کړی سیم کارت یې ځکه کاراوه، چې وايي غوښتل يې په همدې وسیله هغه کس په پولیسو ونیسي.

د ترهګرۍ ضد ځانګړې محکمې د شنبې په ورځ د یادې قضیې پرېکړه کړې وه، خو د چهارشنبې په ورځ یې خپله پرېکړه اعلان کړه.

ورته مطالب