پرمخ تللي ایکسرې ماشین لمر نه په زړه پورې انځورونه اخیستي

د انځور حقوق b
Image caption د دغو بې جوړې انځورونه په مټ به د لمر سترګې په اړه لا ډیر معلومات تر لاسه شي

له لمر سترګې په زړه پورې انځورونه اخیستل شوي.

په لمر کې د تورو سوریو او د لرې پرتو کهکشانو د مطالعې لپاره دوه کاله وړاندې یوه نصب شوې پرمخ تللې ایکسرې ماشین د لمر داسې انځورونه اخیستي، چې په لمر سترګه کې تور سوري ښکاره کوي.

فضايي څیړونکې د لمر سترګه کې د دغو سوریو په اړه له وړاندې د مطالعې د لارو چارو په لټه کې و.

دغه ایکسري ماشین د نسټار په نوم یادیږي.

دغه ماشین دا معلومه کړې چې دغه تور سوري په څومره چټکۍ سره تاویږي.

د دغو بې جوړې انځورونه په مټ به د لمر سترګې په اړه لا ډیر معلومات تر لاسه شي.

د نوسټار په مرسته به هغه ځیني حساسې معما ګانې هم حل شي، چې له ډیرې اوږدې مودې راهیسې د خلکو په ذهنونو کې دي لکه دا چې وايي د لمر سترګې په شاوخوا په خپله له لمره راپورته کیدونکې لمبې دي.

دغه انځورونه به دغه راز د لمر د دباندي غلاف په اړه د معلوماتو په تر لاسه کولو کې هم مرسته وکړي، چې ویل کېږي د لمر بهرنی غلاف خپله له لمر څخه ډیر ګرم دی.

د انځور حقوق b
Image caption فضايي څیړونکې د لمر سترګه کې د دغو سوریو په اړه له وړاندې د مطالعې د لارو چارو په لټه کې و

ورته مطالب