د څونامي ۲۰۰زره قربانیانو ته په بېلابېلو مذهبونو کې دعا وشوه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د هند سمندرګي کې د څونامي توپان لسمې کلیزې په مناسبت اندونیزیا او یو شمېر نورو هېوادونو کې، چې دغه توپان ځپلي وو، یادګاري مراسیم تر سره کېږي.

د اندونیزیا په باندا اچې کې زرګونه مسلمانانو ددغه ښار په جامع جومات کې د څونامي لسم تلین ولمانځه.

د انځور حقوق Getty
Image caption دغه جومات په ۱۹ پېړۍ کې جوړ شوی او د ښار له یوازې څو ودانیو یو دی، چې په څونامي توپان کې روغ رمټ پاتې شوی و

په نولسمه پیړۍ کې دغه جوړ شوی مسجد یوه له هغو ګوتو په شمیر ودانیو و چې په دغه ښار کې د زلزلې او له هغه وروسته د ټکانونو له امله ونه نړید. د اندونیزيا اچې ولایت کې، چې دغه توپان کې تر ټولو ډېره ځپله شوې سیمه وه، په یوه لویه هدیره کې مرستیال ولسمشر جوزیف کالا د یادګاري مراسیمو مشري کوي.

هغه توپان کې، چې تر سمندر لاندې زورورې زلزلې له کبله رامنځته شو، له ۲۰۰ زره ډېر کسان په کې وژل شوي وو.

د اچې مرکزي ښار باندا اچې کې د خبرو پر مهال ښاغلي کالا له ځايي رضا کارو او بهرنۍ نړۍ مننه وکړه، چې له هغې غمیزې یې د اچې راوتلو کې مرسته وکړه.

ښاغلي کالا وویل:"زرګونه مړي پر دغه ځمکه پراته وو. بې شمېره اوښکې، پر دغه ځمکه توې شوې، د غم، ویر او خفګان یو بوږنکونکی حالت و."

د انځور حقوق EPA
Image caption د اندونیزيا اچې ایالت کې، چې دغه توپان کې تر ټولو ډېره ځپله شوې سیمه وه، په یوه لویه هدیره کې مرستیال ولسمشر جوزیف کالا د یادګاري مراسیمو مشري کوي

له دې مخکې د ښار په تاریخي جامع جومات کې زرګونه کسان د دوعا لپاره یو ځای شوي وو.

دغه جومات په ۱۹ پېړۍ کې جوړ شوی او د ښار له یوازې څو ودانیو یو دی، چې په څونامي توپان کې روغ رمټ پاتې شوی و.

د یاد جومات ملا امام عثمان اسماعیل وویل، څونامي اچې ته 'یو ګټور سبق' ثابت شو، چې وايي د یوې ۳۰ کلنې جګړې صحنه یې درلوده.

د نوموړي په وینا:"له څونامي راهیسې هېڅوک د یوه بل سره جګړه نه کوي، بلکې په سوله او همغږي کې ژوند کوي."

د جګړې پای ته رسولو لپاره د څونامي له پای ته رسېدو وروسته هلې ځلې په ۲۰۰۵ کال کې د حکومت او وسله والو مخلفانو تر منځ یې د سولې هوکړې په بڼه څرګندې شوې.

د انځور حقوق Getty
Image caption د څونامي توپان تر سمندر لاندې زورورې زلزلې له کبله رامنځته شو چې ۲۰۰ زره کسان یې ووژل

ورته مطالب