د تورې ټوخلې مخنیوی کېدای شي په واکسین هم ونه شي

د انځور حقوق AFP
Image caption هغه ځوانان چې په کوچنیوالي کې په خوارځواکۍ اخته شوي لاسته راوړنې یې له هغو ځوانانو چې دغه ناروغي یې نه ده تېره کړې، ۱۷ سلنه کمې دي

څېړونکي وايي،توره ټوخله کېدای شي پرمختګ وکړي او نور د واکسین زور هم پرې ونه رسیږي.

له ۲۰۱۲ کال راهیسې د نژادي خصوصیتونو ارزونه ښيي چې د تورې ټوخلې واکسین د بدن دفاعي سیستم اغیزمنوي.

په بریتانیا کې د 'خپرېدونکې انتاني ناروغۍ' د خپرونې د راپور له مخې څیړونکو اندېښنه ښوولې، چې دا ډول بدولون کېدای شي په راتلونکې کې ډېرې بدې اغیزې ولري.

خو ډاکټران وايي، واکسین لا هم د ډېرو کمزورو ماشومانو د درملنې لپاره ډېر اغیزمن دی.

په افغانستان کې یو زیات شمېر ماشومان په خوار ځواکۍ اخته دي، چې د چارواکو په وینا د شري او نس ناستي ترڅنګ توره ټوخله د دغه ډول خوار ځواکۍ له مهمو لاملونو څخه یو دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، اوس مهال ۴۰،۹ سلنه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي چې په ۲۰۰۴ کال کې دغه کچه ۶۰،۵ سلنه وه.

څه باندې ۶ میاشتې مخکې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي و، چې اوس مهال ۴۰،۹ سلنه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي چې په ۲۰۰۴ کال کې دغه کچه ۶۰،۵ سلنه وه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ۲۰۱۳ زیږدیز کال موندنې او څیړنه چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ترسره شوې د خوارځواکۍ له پلوه له پنځو کالو په کم عمر لرونکو ماشومانو، پېغلو، میندوارو مېرمنو او د پاخه عمر پر لرونکو کسانو ترسره کړې.

همدارنګه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي و، د روغتیا له پلوه تر پنځو کلونو د ټیټ عمر ماشومانو یا ماشومتوب د مړینې شاوخوا ۴۵ سلنه یا نژدې نیمه برخه یې د ماشوم د تغذیې له وضعیت سره نژدې تړاو لري.

د انځور حقوق Getty
Image caption ډاکټران وايي، واکسین لا هم د ډېرو کمزورو ماشومانو د درملنې لپاره ډېر اغیزمن دی

د دغه وزارت د مخکینیو څرګندونو پر بنسټ د ماشومانو په خوړو کې ښه والی د دې لامل کېږي چې نژدې پنځوس سلنه یا نیمايي برخه یې د ماشومانو د ښه والي لامل وګرځي.

که په افغانستان کې د ماشومانو د تغذیې د ښه کېدو سربېره، دغې برخې ته کار وشي، هر کال به په افغانستان کې نژدې ۲۵۰ زره ماشومانو ژوند وژغورل شي.

هغه ځوانان چې په کوچنیوالي کې په خوارځواکۍ اخته شوي لاسته راوړنې یې له هغو ځوانانو چې دغه ناروغي یې نه ده تېره کړې، ۱۷ سلنه کمې دي.

ورته مطالب