د مالیزیا ختیځې سیمې سختو سیلاوونو ځپلي

Image caption ختیځ هېوادونه د مونسون په موسم کې ډېر ځله سیلاوونو ځپلي خو دا ځل تېز باران او توپان حالت نور هم خراب کړی دی.

مالیزیا په ختیځ سمندرغاړه کې د تېرو څو لسیزو تر ټولو سختو سیلاوونو سره لاس او ګرېوان ده چې تر اوسه یې لږ تر لږه پنځه کسان وژلي دي.

له ۱۰۰ زرو ډېر خلک خپلو کورونو پرېښودولو ته اړ شوي او د هېواد لومړي وزیر نجیب رزاق امریکا کې د خپلې رخصتۍ موده لنډه کړې او بېرته هېواد ته ستون شوی دی.

پر ښاغلي رزاق د امریکا ولسمشر بارک اوباما سره د ګالف لوبې کولو پر سر نیوکې شوې خو د شنبې پر ورځ ده امریکا ته د خپل سفر ننګه وکړه.

ختیځ هېوادونه د مونسون په موسم کې ډېر ځله سیلاوونو ځپلي خو دا ځل تېز باران او توپان حالت نور هم خراب کړی دی.

ځینو سیمو کې بشپړ ښارګوټي اوبو لاندې کړې دي.

د انځور حقوق n
Image caption ژغورونکي هڅه کوي په بېړنیو کمپونو کې کورنیو ته د اړتیا وړ خوراکي توکي او نور وسایل ورسوي.

په سیمه کې یوه عیني شاهد داریوس ډرمبرګ بي بي سي ته وویل چې د هغه ټول کلی اوبو لاندې کړی او په ځینو برخو کې برېښنا هم نشته.

"برېښنا نشته ځکه اوبه هم نشته. ټول دوکانونه تړلي دي نو موږ د اړتیا وړ خوراکي توکي هم نه شو اخیستلی."

"ما پرېکړه وکړه چې دا ځای خوشې کړم او کوالالمپور ته ولاړ شم."

ژغورونکي هڅه کوي په بېړنیو کمپونو کې کورنیو ته د اړتیا وړ خوراکي توکي او نور وسایل ورسوي.

Image caption پر ښاغلي رزاق د امریکا ولسمشر بارک اوباما سره د ګالف لوبې کولو پر سر نیوکې شوې خو د شنبې پر ورځ ده امریکا ته د خپل سفر ننګه وکړه.

مالیزیا کې د بي بي سي خبریاله جنیفر پاک وايي ښاغلي نجیب خپل د امریکا سفر وروسته له هغه را لنډ کړ چې رسنیو یې ولسمشر اوباما سره د امریکا په هوايي ایالت کې د ګالف لوبې پر مهال عکسونه خپاره کړل.

اغلې پاک وايي دغه انځورونو د مالیزیایانو دا انګېرنه نوره هم قوي کړه چې ګواکې حکومت د کلنیو سیلاوونو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي.

ښاغلي نجیب په یوه خبري ناسته کې له ولسمشر اوباما سره د "ګالف ډېپلوماسۍ" ننګه وکړه او ویې ویل چې بلنه ردول ورته ګران و ځکه هر څه له وړاندې پلان شوي وو.

"ما به هره ورځ هلته د سیلاوونو وروستي رپوټونه ترلاسه کول....چې حالت جدي شو، نو ما ژر تر ژره هېواد ته د ستنېدو پرېکړه وکړه او په مستقیم ډول ځپل شوې سیمې کوټه بهارو ته ولاړم."

نوموړي زیاته کړه: "تر اوسه لا خپل کور ته هم نه یم تللی."

ورته مطالب