مصرۍ لیکواله دینونو ته د سپکاوي په تور محاکمه کېږي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دغې مصرۍ لیکوالې ویلي، یوازې د ذبحې پر طریقې یې نیوکه کړې ده، نه د ذبحې پر اسلامي شعیرې.

د مصر یوه لیکواله فاطمه ناعوت د جنایتونو اړوندې یوې محکمې ته له دې کبله حواله شوې، چې ګني "پر دینونو او د ذبحې پر شعیره یې ملنډې وهلې دي"، خو تورنه وايي، هغه څه یې چې لیکلي، د خلکو د ذهن د روښانتیا لپاره وو.

پر ناعوت تور دی، چې د تېر لوی اختر د مسلمانانو د خوښۍ او اضحیې پرمهال د ذبحې پر چارې نیوکه کړې او پرضد یې ځینې ملنډې وهونکې مقالې لیکلې دي.

هغې دا مقالې او څرګندونې د خواله په رسنیو او ځینو خپلواکو خپرنیو کې خپرې کړې دي.

د مصر لویې څارنوالۍ فاطمه ناعوت تر تحقیق وروسته په ذمه وارۍ خوشې کړې ده.

دغې مصرۍ لیکوالې پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي، چې ګني د هغې د کړنو په مقابل کې قضايي ارګان د "ذهن روښانولو ضد مالیې" په څېر پرېکړه کړې ده.

فاطمې بي بي سي ته ویلي: "پر ذبحه زما نیوکه له دې کبله ده چې خلک له زړه سوي پرته په لارو او کوڅو کې د مالونو وینې بهوي، نه دا چې د ذبحې پر شعیره مې نیوکه کړې ده."

دا زیاتوي: "په تېر لوی اختر کې یوه ماشوم خپله تي خورې خور له دې کبله ذبحه کړه، چې په کوڅو او لارو کې یې د ذبحې ډېر ناوړه صحنې کتلې وې."

د انځور حقوق
Image caption هغې دا مقالې او څرګندونې د خواله په رسنیو او ځینو خپلواکو خپرنیو کې خپرې کړې دي.

ورته مطالب