د يونان پارلمان کې رایو ورکولو چټکو ټاکڼو ته لار هواره کړه

د انځور حقوق bbc
Image caption د يونان پارلمان د درېيم او وروستي ځل لپاره د ولسمشر د ټاکلو لپاره رايه ورکړه

د يونان د پارلمان غړو د لومړي وزير انټونيوس سمراس له خوا ور پېژندل شوی د ولسمشرۍ نوماند رد کړ.

سټوروس ډيمس ونشوای کولای چې ۱۸۰ رايې خپلې کړي او اوس پارلمان بايد لغوه شي.

له شپږو کلونو وروسته اوس د يونان اقتصادي حالت مخ په رغېدو دی.

د شنبې پر ورځ د پارلمان غړو په درېيم او وروستي ځل د ولسمشر د ټاکلو لپاره رايه ورکړه، خو په دې ونه توانېدل چې د پارلمان د غړو پوره رايې ترلاسه کړي.

ښاغلي سماراس وويل چې ټاکنې به د جنورۍ پر ۲۵ کېږي. د دغې ځنډ له امله د يونان د ونډو بازار لس سلنه ولوېده.

پخواني اروپايي کمېشنر ښاغلي ډايمز وتوانېد يواځې د ۱۶۸ پارلماني غړو رايې تر لاسه کړې. دا له تېرې اوونۍ راپدېخوا دوهم ځل دی چې ښاغلی سټوروس ډيمس نشي کولای د پارلمان د غړو ۱۸۰ رايې خپلې کړي.

په دې وروستیو ټاکنو کې ناکامي د لومړي وزير او د اروپايي ټولنې لپاره يو بد خبر دی. اروپايي ټولنې په ۲۰۱۰ کال کې له اقتصادي ستونزو وروسته له ډېر کوښښ سره يونان دې حالت ته راوست.

له هغې راهيسې اروپايي ټولنې ۲۴۰ مېلیارده يورو له يونان سره مرسته کړې.

د جرمني د ماليې وزير ولفګنګ سچيبل د شنبې پر ورځ په يوه خبري ناسته کې د يونان اقتصادي پرمختګ وستايه، خو خبرداری يې ورکړ چې راتلونکی حکومت بايد د تير حکومت ټاکلې ژمنې پوره کړي.