د لاهور اورلګېدنې ۱۳ کسان وژلي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د لاهور ښار کې د اور لګېدو له امله شاوخوا ۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ

د پاکستان د لاهور ښار په يوه پلازه کې د اور لګېدنې له امله ۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د پاکستان دولتي ټلويزيون د لاهور د دغې پېښې په اړوند وويل چې د لاهور په نيې انارکلي خالد پلازه کې د برېښنا د شارت کېدو له امله اور ولګېد.

د ژغورونکو ډلې مشر د بې بي سي خبريالې شمايله جعفري ته وويل چې دې پېښې ۱۳ کسان وژلي.

نوموړي زياته کړه چې د پېښې پر وخت پلازه کې د ۲۰ او ۲۵ تر منځ کسان موجود وو.

ژغورونکې ډلې وايي چې د اور لګېدو لږ وروسته دوی د خلکو په ژغورلو پيل وکړ خو په انارکلي بازار کې د تنګو کوڅو له امله د ژغورنې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړې.

په وژل شویو کې ډیری یې د ساه بندېدو له امله مړه شوي دي.

د پنجاب ایالتي وزير د پېښي په اړه د سمدستي پلټنې غوښتنه کړې ده. همدارنګه د پاکستان لومړي وزير هم په دې پېښه خپله ژوره خواشيني څرګنده کړې.

له دې مخکې هم د پاکستان په راولپنډۍ او کراچۍ ښارونو کې په پلازو کې د اور لګېدنې ګڼې پېښې رامنځ ته شوې وې چې زيات خلک په کې مړه شوي وو.

د۲۰۱۲ سپتمبر په ۱۱مه بلديه ښارګوټي علي انټرپرايز فابريکې کې د اور لګېدنې له امله شاوخوا ۱۶۰ کسان وژل شوي وو. په دې پېښه کې د سوځېدو له کبله د زياتو کسانو پېژندګلوي ناشونې وه.