په روسيه کې د اقتصادي کړکېچ نښې

د انځور حقوق bbc

رسمي شمېرې ښيي چې د ۲۰۰۹ کال له اکتوبر وروسته لومړی ځل د روسيې اقتصاد را لوېدلی دی.

دا لومړی ځل دی چې د روسيې کورنيو توليداتو کچه په کې ټيټېږي.

رسمي شمېرې ښيي د روسيې اقتصاد د لومړي ځل لپاره په نومبر کې ۰،۵ سلنه کمزوری شوی دی.

دا له ۲۰۰۹ اکتوبر وروسته لومړي ځل دی چې د روسيې په کورنيو توليداتو کې کمی راځي.

د روسيي حکومت د را روان کال په کورنيو توليداتو کې د ۰،۸ سلنې ټيټوالي وړاندوينه کړې، په داسې حال کې چې تېر کال يې کورني توليدات ۰،۶ لوړ ښودل شوي وو.

د انرژۍ صادرات د روسيې د اقتصاد مهمه برخه جوړوي چې دا هم د تېلو بيو ټيټوالي او د اوکراين په ختيځ کې د ښکېلتيا پر سر د بنديزونو له امله زيايمن شوي دي.

پر روسيه دا بنديزونه په اوکراين کې له بېلتونپالو د ملاتړ له کبله لګېدلي او روسيې په خپل وار له لوېديځو هېوادونو د خوړو پر وارداتو بنديز لګولی دی.

همدارنګه روبل د ډالرو په مقابل کې نژدې خپل نيم ارزښت بايللی دی.

د روسيې د اقتصاد وزارت ويلي چې د دوی د توليداتو، مال ساتنې او د خدمتونو سېکټورونو په نومبر کې وده کړې ده.

همدارنګه د انرژی، کانونو او پېر وپلور سوداګري هم غوړېدلې ده.

د بانکونو بيمه

ولسمشر پوتين د شنې پر ورځ د بانکي حسابونو لپاره د پيسو خونديتابه دوه برابره ضمانت قانون تصويب کړ.

تېر ځل روسيه په ۱۹۹۸ کې له اقتصادي کړکېچ سره مخامخ شوې وه چې له کبله يې د روسيې عامو وګړو خپل ټولې سپمولې پيسې له لاسه ورکړې وې.

ښاغلي پوتين مرکزي بانک ته دا توان هم ورکړی چې تر ټولو لوی سبېر بانک ته پور ورکړي او ويې ژغوري.

سبېر بانک تر هغه نور پور نه شي اخیستی، چې پخواني پورونه يې نه وي خلاص کړي.

همدارنګه نور بانکونه هم کولای شي چې د روسيې د زېرمو خونديتابه اېجنسۍ له لارې يې مرکزي بانک وژغوري.

ورته مطالب