عدنان رشید: پوځ افغانستان کې د"نیابتي جګړې" مسؤول دی

عدنان رشید د انځور حقوق
Image caption د تحریک‌ِ طالبان پاکستان" د مشر عدنان رشید نوم لومړی ځل هغه مهال مشهور شو، چې د ۲۰۰۳ کال په دسمبر میاشت کې د پاکستان د مخکني پوځي مشر پرویز مشرف د وژنې د دسیسې په تور کې نوموړی ښکېل وبلل شو.

"تحریک‌ِ طالبان پاکستان" یوه نوې وېډیو خپره کړې، چې وايي، پوځ وروسته تر هغه چې په افغانستان او کشمیر کې یې مجاهدین د "نیابتي" جګړې په "خونړۍ لوبه" کې د "ازادۍ" په پلمه ښکېل کړل، پر دوی یې بریدونه وکړل.

دغه وېډیو د "تحریک‌ِ طالبان پاکستان" د یوه جګپوړي قومندان عدنان رشید له خوا خپره شوې، چې نوموړی وړاندې د پاکستان د هوايي ځواکونو یو چارواکی و.

پر نوموړي د مخکني پاکستاني پوځي مشر پرویز مشرف د وژنې په دسیسه کې د لاس لرلو تور هم دی.

عدنان په خپره شوې وېډیو کې له پاکستاني پوځ له "تحریک‌ِ طالبان پاکستان" سره د یوځای کېدو غوښتنه کړې.

دی وايي، دا غوښتنه ځکه کوي، چې د پاکستان پوځ د "میلیونونو ولسي وګړو د وژلو" په ګډون په ۱۹۷۱ کال د بنګله دېش د ازادۍ اخیستو د جګړې پرمهال پر خپلو لوڼو هم تېری کړی دی.

په دې پنځلس دقیقه ییزه وېډیو کې، چې د کریسمیس له ورځې مخکې خپره شوې ده، رشید د پاکستان لوړپوړي پوځي افسران "برهمنان" او سرتېري یې "شودرا" بللي دي، چې د هندوانو په کلتور کې برهمنان تر ټولو د لوړې کچې او شودرا تر ټولو د ټیټې کچې یا نجس خلک ګڼل کېږي.

پاکستاني پوځ ته رشید پخپل خطاب کې ویلي: "ستاسو به په یاد وي، چې قبایلي پښتو په ۱۹۴۸ کال تاسې ته کشمیر له هندوانو ونیو، دا به مو هم په یاد وي، چې په زرګونو ځوانان ستاسې په نیابتي جګړه کې په افغانستان او کشمیر کې ووژل شول. "

د وېډیو په پای کې پاکستاني پوځ ته په دې شرط عمومي بښنه اعلان شوې، چې طالبانو ته دې تسلیم شي.

عدنان رشید د پاکستان پوځ ته وايي، اوس ستاسې نوبت دی، چې "جهاد" او "مجاهدینو" ته ترهګر وایئ.

نوموړي د پاکستان پوځ "تر ټولو احمق مخلوق" ګڼلی چې وايي، "ددې پرځای چې د جنرالانو او هوايي ځواک د مارشالانو امر ومني، باید موږ ته تسلیم شي."

عدنان رشید څوک دی؟

عدنان رشید په ۲۰۱۲ کال د بنو له زندان نه په تېښته بریالی شو.

نوموړی په جنوبي وزیرستان کې تر ټپي کېدا وروسته نیول شوی و.

د تحریک‌ِ طالبان پاکستان" د مشر عدنان رشید نوم لومړی ځل هغه مهال مشهور شو، چې د ۲۰۰۳ کال په دسمبر میاشت کې د پاکستان د مخکني پوځي مشر پرویز مشرف د وژنې د دسیسې په تور کې نوموړی ښکېل وبلل شو.

په ۲۰۰۵ کال پوځي محکمې عدنان رشید ته په دې دسیسې کې د لاس لرلو په جرم د مرګ سزا اورولې وه.

نوموړی په اتو کلونو کې څو ځلې نیول شوی او بیا خوشی شوی دی.

عدنان رشید د خیبر پښتونخوا د صوابۍ "چهوټا لاهور/کوچني لاهور" کلي دی.

نوموړی په ۱۹۹۷ کال د پاکستان د هوايي ځواکونو کې د مسلکي کارپوه په توګه شامل شو، چې بیا وروسته د سخت دریځۍ په مسائلو کې د ښکېلتیا له کبله له پوځه ووت.

عدنان رشید په زندان کې له ګرځنده تیلېفون نه په منظم ډول ګټه اخیسته، او ډېری وخت به له خبریالانو او د بشري حقونو له فعالانو سره غږېده.

نوموړی په ۲۰۱۱ کال، د خیبر پښتونخوا هري پور له زندان څخه د بي بي سي پښتو څانګې له خبریال رحمن الله سره پر تیلېفون یوه اوږده مرکه کړې وه.

ورته مطالب