"اسلامي دولت" ۶ میاشتو کې نژدې ۲۰۰۰ کسان وژلي

Image caption له ټول ټال ۱۸۷۸ وژل شویو څخه نژدې ۱۲۰۰ کسان ولسي وګړي دي.

سوري فعالان وايي، "اسلامي دولت" په سوریه کې د تېرې شپږو میاشتو پرمهال نژدې دوه زره کسان وژلي دي.

سرچینه وايي، د "اسلامي دولت" جنګیالیو دغه کسان یا په ډزو ویشتلي، یا یې سرونه ترې غوڅ کړي او یا یې په تیږو ویشتلي دي.

بریتانیا مېشتي دغه بنسټ ویلي، دا شمېرې او معلومات یې د سوریې د ننه د فعالو شبکو د رپوټونو پربنسټ چمتو کړي دي.

دوی وايي، له ټول ټال ۱۸۷۸ وژل شویو څخه نژدې ۱۲۰۰ کسان ولسي وګړي دي.

دغه بنسټ زیاتوي، چې د "اسلامي دولت" جنګیالیو د واکمن سوري نظام نژدې ۵۰۰ پوځيان او یا د دوی ملاتړې ملېشې تر نیول کېدا وروسته وژلي دي.

سرچینه دا هم وايي، چې "اسلامي دولت" د خپلې ډلې تر ۱۲۰ ډېر هغه غړي هم اعدام کړي، چې غالباً د تېښتې په تور نیول شوي وو.

همداشان، دغې ډلې د خپلې سیالې"النصرت جبهې" ډلې نژدې ۸۰ غړي هم اعدام کړي دي.

ددغو شمېرو کره والی تر اوسه نه دی تایید شوی، خو "اسلامي دولت" وړاندې د اعدام، سنګسار، دُرو وهلو او ټول وژنې ګڼې وېډيوګانې او انځورونه خپاره کړي دي.

دوی دا کار ظاهراً د اسلامي شریعت له احکامو د سرغړونې، غلا، زنا او کفر ویلو په پلمه کړې دي.

رویټرز خبري اژانس د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د مشر رامي عبدالرحمن له خولې ویلي، ۹۳۰ وژل شوي ولسي وګړي، د سوریې د ختیځې سُنې مېشتې سیمې اوسېدونکي وو، چې په سیمه کې یې د "اسلامي دولت" پرضد وسلې راخیستې وې.

رپوټونه وايي، د سوریې په روانه جګړه کې، چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې پکې تولې خواوې سوځېږي، تر ۲۰۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.ل

ورته مطالب